د ملګرو ملتونو استازی او د یوناما مشری، دیبوراه لیونس د پنجشنبې په ورځ وویل، هغې په دوحه کې له افغان ګوندونو او نړیوالو ملګرو سره د سولې خبرو د پیاوړتیا په هدف مشورې پیل کړې۔
د یوناما مشری په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې “د افغانستان د سولې خبرو اترو ملاتړ په پار به کار کې ځنډ شتون ونلري”۔
هغې زیاته کړه: “ملګري ملتونه د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو له استازو سره خپلې ښکېلتیا ته دوام ورکوي ترڅو د سولې هڅو، عدالت او دوامدارې سولې جوړجاړې ته لاره هواره کړي”۔
له بلې خوا یوناما ټویټ کړی چې دغه سازمان به “د افغان میرمنو، ځوانانو، رسنیو، مدني ټولنې سره خپل کار ته دوام ورکړي ترڅو د ټول شموله سولې په وده کې د دوی حیاتي رول ملاتړ وکړي”۔
“ملګري ملتونه به د افغانستان د سولې په ملاتړ او د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې خپله ښکېلتیا زیاته کړي. د ملګرو ملتونو بې پرې والی او د خبرو کولو وړتیا د افغانانو او نړیوال فعالینو په اختیار کې ده چې د سولې لپاره کار کوي، په ځانګړي توګه سیمه ایز دولتونه”۔
د یوناما په وینا “د استانبول کنفرانس ځنډ افغان ګوندونو ته یو بل فرصت چمتو کوي چې د دوحی مزاکراتو کې پرمختګ څرګند کړی”۔
دا وروسته له هغې کیږي چې ترکیې، ملګرو ملتونو او قطر په ګډه اعلامیه کې په غونډه کې د طالبانو د نه ګډون له امله د ټاکل شوي کنفرانس ځنډیدل اعلان کړل۔
ترکیه کی د افغانستان، پاکستان او ترکیې بهرنیو چارو وزیرانو ناسته
په ورته وخت کې، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ تایید کړه چې د ترکیې، افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمینځ درې اړخیزه ناسته به د اپریل په ۲۳ ترسره کیږي۔
په بیان کې راغلي “د ترکیې، افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمینځ درې اړخیزه ناسته به د اپریل په ۲۳مه په استانبول کې ترسره شي”۔
پلاوي به د افغانستان د سولې په پروسه خبرې وکړي۔
د بیان په وینا “د افغانستان د سولې پروسې په اړه د وروستیو پرمختګونو سربیره، درې اړخیزې ناستې په جریان کې به د امنیت، انرژۍ، ارتباطاتو او غیر منظم مهاجرت په برخو کې همکارۍ باندی به هم خبرې وشي”۔