د افغانستان حکومت هیله لري چې په قطر کې د خبرو اترو له لارې له طالبانو سره سیاسي هوکړې ته ورسیږي. کابل هیله لري چې د سولې د خبرو اترو دوهم پړاو به دواړه خواوې سره مرسته وکړي ترڅو په افغانستان کې د سولې او ثبات په اړه یوې هوکړې ته ورسیږي.

“هره هغه موضوع چې د سیاسي جوړجاړي دمخه ستونزې رامینځته کوي، د خبرو میز کی به حل شي. موږ هیله لرو چې سیاسي هوکړې ته ورسیږو کوم چی به موږ ویاړلي او تلپاتې سولې ته ورسوی.”د ملي روغې جوړې عالي شورا ویاند فریدون خوزون د دوشنبه په ورځ وویل.

 

خپلواکی ادارې او افغان سوله

 

ځینې ​​خپلواکې ادارې چې د سولې روانی خبری اتری له نږدې څاري، د خبرو اترو لپاره د دریم ارګان د سرپرست په توګه وړاندیز کوي.

اقبال خیبر، څوک چې د سولې لپاره د غورځنګ غړی دی وايي،

دریم اړخ باید د خبرو اترو میز ته حاضر شي ترڅو د افغان او طالب ټیمونو سره مرسته وکړي چې خپل اختلافات حل کړي. هغه وویل: “دریم اړخ باید په بشپړ ډول بې پرې وي.”

خو د پخلاینې شورا وايي چې د ملګرو ملتونو د استازو په ګډون یوه نړیواله ډله د خبرو اترو څارنه کوي ترڅو د نړۍ د اوسیدونکو په اړه مسلې حل کړي.

د افغانستان او طالبانو ترمینځ د سولې خبری اتری د یو شمیر هیوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په شتون سره په قطر کې په رسمي ډول د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر په ۱۲ مه نیټه پیل شوی.

مګر مرکچي پلاوی د درې میاشتو خبرو اترو وروسته هم یوې هوکړې ته رسیدو کې پاتې راغلل او د دری هفتو لپاره یی وقفه وکړه چې د جنوري په ۶ مه پای ته ورسیده.

Previous articleForeign Minister on “Reset of US-Pakistan Relations”
Next articleArt Offers Afghani Youth Hope
Ever smiling Zabihullah  is from Kabul Afghanistan. He finished his Bachelor in International Relations from International Islamic University, Islamabad and currently he is enrolled as MPhil Scholar in International Relations at Iqra University, Islamabad. His research thesis revolves around Afghan Peace Process and future implications for Afghanistan. Previously Zabiullah have worked as English language lecturer at a Degree College in Peshawar from 2013-2015. Also he worked as Research Intern with Afghan Study Center Islamabad and Research Assistant at News Network International (NNI) Islamabad. Now at PAYF he is coordinating the research team and looking after their day to day workings and operations.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here