د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د سولې په اړه یوه انلاین درې اړخیزه ناسته وکړه چې په ترڅ کې یې د چین د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د افغانستان د سولې پروسه یو مهم پړاو ته داخلیږي۔
وانګ یی وویل چې له افغانستان څخه د امریکایی ځواکونو وتل به د افغانستان وضعیت لا پیچلی کړی۔
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دغه ناسته په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره یو مهم ګام بولي۔
د چین بهرنیو چاروں ویاند وینګ وینبن وویل: “د چین، افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ خبرې د درې واړو اړخونو لپاره یو مهم قدم دی چې متقابل اعتماد زیات کړي او د دوی همکارۍ پراخه کړي”۔
حمید تحزیب، د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وویل: “د ترهګرۍ سره مبارزه، په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات ټینګښت او د همکارۍ پراخول د خبرو اترو ځینې مهم ټکي وه”۔
د سیاسي چارو کارپوه، فضل هادي وزین وویل: “که چیرې امکان شتون ولري چې چین خپل فشار په پاکستان وکاروي، نو زه فکر کوم چې موږ له داسې غونډې څخه یو څه تمه کولی شو”۔
دا په داسې حال کې ده چې د جمهوري ریاست د سولې خبرو اترو ځینې غړي له طالبانو سره د خبرو د بیا پیل لپاره د کابل څخه دوحی ته تللي دي۔
په ورته وخت کې، له طالبانو سره په خبرو کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت په استازیتوب د سولې د مذاکراتي ټیم غړی، عبدالحفیظ منصور طالبان په دې تورن کړ چې دوی په قصدي توګه د سولې پروسه ځنډوي۔
“اوس هم شک شتون لري چې طالبان به د خبرو اصلي اجنډا، کوم چې اوربند دی او په راتلونکي حکومت کې برخه اخیستل، ومنی یا نه”۔
په ورته وخت کې، امریکا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو ایستلو ته دوام ورکوي. د متحده ایالاتو ځواکونو پدې وروستیو کې ادعا وکړه چې دوی ۴۴ سلنه وتل بشپړ کړي۔
د چین د بهرنیو چارو وزیر وړاندیز وکړ چې د متحده ایالاتو سرتیرو له وتلو وروسته باید په افغانستان کې د ملګری ملتونه رول ډیر شي۔