تمه کیږي چې د جمهوري ریاست مزاکراتي ټیم له اتو څخه تر لس غړي به په راتلونکو دوه ورځو کې دوحه ته سفر وکړي ترڅو درول شوی خبرې بیا پیل کړي. لیکن، یو لوړ پوړي مذاکره کونکي وویل چې تمه نه کیږی له طالبانو سره مزاکرات به په میاشتو یا حتی بل کال پوری یو نتیجی ته ورسی۔
د دوی سفر د ملي پخلاینې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله سره د دوه ملاقاتونو وروسته کیږی. له دی سربیره، دا سفر په دوحه کې د طالب پلاوي سره د جمهوري ریاست د خبرو اترو دوه غونډو وروسته ترسره کیږی، په ګډون د ملا عبدالغني برادر چې لومړي ځل لپاره یی د می په ۱۳، د لوی اختر په لومړۍ ورځ له مذاکره کونکو سره ولیدل.
طالبانو پدې وروستیو کې د جمهوري ریاست له مذاکره کونکو سره د خبرو اترو بیا ځلي پیل کیدو ته رضایت ښودلی دی۔
د جمهوریت ټیم څرګندونی
د جمهوریت مزاکراتی ټیم غړی نادر نادري وویل: “زموږ څخه به ځینې د دوشنبه یا سه شنبې په ورځ دوحه ته ځي او بیا به ټول پلاوی هلته وي.” “د سولې تامینول، د جګړې د پای ته رسولو لپاره هڅې او د تیرو کلونو لاسته راوړنو سره د یو ګډ راتلونکې رامینځته کول د افغانستان اسلامی جمهوریت، د خلکو او دولت لپاره لومړیتوب دی”۔
د جمهوري ریاست ډله باور لري چې طالبان به د ترکیې په راتلونکي کنفرانس کې د معنی لرونکي ګډون لپاره چمتو نه وي او له همدې امله په دوحه کې خبرې ممکن له تمې څخه ډیر وخت ونیسي۔
نادري وویل: “دا به ډیر ژر وي چې د یوې میاشتې، دوه میاشتو، شپږو میاشتو، یا یو کال په موده کی د یوی پایلی تمه ولرو، لکه د سولې د نورو پروسو په څیر”۔
د دوحی خبرو په اړه څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه راپورته کیږي چې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وویل چې د استخباراتي معلوماتو پر اساس د طالبانو مشر ملا هیبت الله له تیرو ۱۲ میاشتو راهیسې ورک دی. طالبانو دغه څرګندونه رد کړې، او دا یې بې اساسه بللې او ویلي یې دي چې دا ډله په دوحه کې د خبرو د دوام لپاره چمتو ده۔
“هغه وویل: “په تیرو ۱۲ میاشتو کې د هیبت الله په اړه هیڅ خبر نه دی ترلاسه شوی. پخپله طالبانو په تیرو ۱۲ میاشتو کې د هغه څخه هیڅ ندي اوریدلي”۔
“موږ هیله لرو چې طالبان پر سولې موافقه وکړي. د جنګ لپاره نور عذر نشته. بهرني قوتونه ځي، “ذبیح الله مجددي، د جبهه نجات ملي (د افغانستان د ملي آزادۍ جبهې) مشر۔
په دوحه کې خبرې اترې د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن لخوا د سپټمبر ۱۱ نیټې پورې خپل ټول سرتیري د وتلو اعلان وروسته له ځنډ سره مخ شوي. دوحی تړون مطابق متحده ايالاتو باید خپل ټول سرتیری د می میاشت لومړی نیټې پوری ویستلي وی. مګر پدې میاشت کې د خبرو اترو دوه غونډو د جمهوري ریاست لخوا د نوي سولې پروسې لپاره امید رامینځته کړ۔