لسیزو جګړو او تاوتریخوالي په افغانستان کې د ژوند هر اړخ باندې د پام وړ اغیزه کړې.

په هرصورت، کلتوري دودونه ساتل شوي او افغانانو د مختلف هنرونو عمل ژوندي ساتلی، دواړه د سولې لپاره د خلکو د غږ څرګندلو او د ځان د هوساینی د یوې وسیلې په توګه استعمالېږې.

د طلوع نیوز خبریال تمیم حمید له دوو ځوان افغانانو سره چه په هنرونو کې بوخت وه خبری وکړی.

د ځوانانو نظر

سمیع فقیري یو خطاط او هنرمند دی چې د هنر په یو مرکز کې زده کونکو ته د خپل مسلک تدریس کوي.

“موږ له هغوی څخه غواړو چې رنګارنګ مرغۍ رسم کړي او پکې د طبیعت او د افغانستان کلتوري او تاریخي یادګارونه شامل وي. پدې توګه موږ غواړو د دوی سره د ښکلي نظر یا نقاشۍ تمرکز کې مرسته وکړو،”، فقیری.

18 کلن زبیر احمد د دولسم ټولګي زده کوونکی دی او وايي چې دا د هغه هیله دی چې په مسلکي توګه د خطاطۍ تمرین وکړي.

زبیر احمد وویل: “یو هنرمند یا لیکونکی امنیت او په سوله ایزه توګه کار کولو ته اړتیا لري.”

محبوبه چی یوه زده کونکې ده وویل: “زه نه غواړم وژنې او داسې نور شیان انځور کړم، زه د طبیعت نقشه خوښوم.”

نهه کلنه دنیا د رنګ کولو زده کړه کوي.

“زه غواړم یوه ښه لیکواله او هنرمنده اوسم، زه غواړم د نورو لپاره لیکل وکړم، موږ سولې ته اړتیا لرو.”

هره ورځ، د هیواد په لوی ښارونو کې په ځانګړي توګه په کابل کې تاسو د ښار په دیوالونو کې نقاشی او پیغامونه گورئ چې په هیواد کې جنګ او تاوتریخوالي منعکس کوي.

ښوونکي تمه لري چې د انځورګرئ او خطاطئ ځوان نسل به وکولی شي د دې وسایلو له لارې په راتلونکي کې خپل لید څرګند کړي.

Previous articleGhani’s Visit to Herat
Next articleRising Polio Cases in Afghanistan Calls for Improved Vaccination Campaigns
Ever smiling Zabihullah  is from Kabul Afghanistan. He finished his Bachelor in International Relations from International Islamic University, Islamabad and currently he is enrolled as MPhil Scholar in International Relations at Iqra University, Islamabad. His research thesis revolves around Afghan Peace Process and future implications for Afghanistan. Previously Zabiullah have worked as English language lecturer at a Degree College in Peshawar from 2013-2015. Also he worked as Research Intern with Afghan Study Center Islamabad and Research Assistant at News Network International (NNI) Islamabad. Now at PAYF he is coordinating the research team and looking after their day to day workings and operations.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here