په هیواد کې ناقانونه ایراني زعفران اندیښنې راپورته کوي

د هرات په ولایت کې د زعفرانو تولید کونکو له ایران څخه د زعفرانو د واردولو په اړه اندیښنی څرګندی کړې، چې د دوی په وینا په سیمه ایزو بازارونو کې یی د زعفرانو قیمت ټیټ کړی دی.
د زعفرانو د یو تولید شرکت مشر، عبدالشکور وویل، دوی له کلونو راهیسې په کال کې په سلګونو کیلوګرامه زعفران صادر کړي، خو دا ګواښ دی چی سوداګر زعفران په غیرقانوني ډول له ایران څخه راوړي.
عبدالشکور وویل: “دا له ملت سره خیانت دی.”
دا ګواښ وروسته له هغې راپورته کیږي چې تولید کونکو تیر کال د زعفرانو په صادراتو کې ۳۰ سلنه ډیروالی ثبت کړی.
د هرات د زعفرانو د صادرونکو اتحادیه وايي دوی نه دي توانیدلي چې دا ثابته کړي چې زعفران له ایران څخه افغانستان ته قاچاق کیږي خو ویې ویل چې په دې برخه کې کنټرول کم دی.
د هرات د زعفرانو د صادرونکو اتحادیې مشر، محمد عثمان انصاري وویل: ممکنه ده د زعفرانو یو څه اندازه له ایران څخه راوړل شي او له افغانستان څخه به هم صادر شي، خو دا ډیر لږ لیدل کیږي. افغانستان پخپله زعفران تولیدوي او د ایران زعفران ته اړتیا نشته.”
د افغانستان د زعفرانو د تولید د اتحادیې مشر بشیر احمد راشدي وویل: “موږ نشو ثابت کولئ چې څوک زعفران واردوي … یو څه چې موږ ګورو هغه ضعیف مدیریت دی.”
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وویل چې افغانستان ته د زعفرانو راوړل غیر قانوني دي.
د دې وزارت ویاند، احمد فواد احمدي پدې اونۍ کې وویل چې د هر هغه چا پروړاندې به اقدام وشي چې په غیرقانوني ډول زعفران راوړي. د افغانستان زعفران په نړۍ کې ترټولو غوره دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here