د ناروې هیواد د کډوالو شورا (NRC) ویلي چې د افغانستان په شمال کې د فاریاب په ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او ټرهګرو ترمینځ وروستیو نښتو د انجونو یو ښوونځی ویجاړ کړی دی.
د افغانستان لپاره د این سي آر رییس آسټرډ سلیټن د چهارشنبې په ورځ وویل چې د ښوونځي ویجاړول ۳۰۰۰ زده کونکی د زده کړی څخه لری کړل.
سلیټن وایی: “وروستي جنګونه یوځل بیا په افغانستان کې د زده کونکو لپاره د خطرونو ښکارندوي کوي”. هغی وویل چې د جګړې ټولې خواوې باید د ښوونځیو په ګډون ملکي وګړي او ملکي زیربناوې وساتي.
افغانستان کی د ښونځیو حال
د این سي آر لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې سلیټن وایی: “د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ د “جان بي بي اوز باشي” انجونو لېسه د یکشنبې په ورځ د افغان امنیتي ځواکونو او یاغیانو ترمینځ د هوايي برید او شدیدې جګړې مرکز وه”.
ځایی سرچینو وویل چې جګړی د ښوونځي دیوالونه او کړکۍ زیانمنې کړي او د ښوونځي ټول وسایل یې ویجاړ کړي.
په بیان کې لیکل شوي: “د برید په ورځ ښوونځی رخصت وه او په جګړه کې هیڅ زده کونکي یا ښوونکي ته زیان نه دی رسیدلی.”
دا په داسی حال کی ده چې این سي آر په دې وروستیو کې د ناروې هیواد کمک په کارولو سره د جان بي بي اوز باشي انجونو عالي لیسې ترمیم کړې وه.
د افغان انجونو تعلیم
“دې جګړې د ۳۰۰۰ څخه د زیاتو انجونو تعلیم ګډوډ کړی چې هره ورځ به ښوونځي ته تللی. سلیټن وویل، په ټول هیواد کې پر ښوونځیو روان بریدونه په تیرو لسیزو کې د انجونو تعلیم باندې لویې لاسته راوړنې بیرته له پامه غورځوی.
د این سي آر په وینا، په افغانستان کې د ښوونځي عمر لرونکي شاوخوا نیمایي ماشومان له ښوونځي څخه بهر دي، چې ۶۰ سلنه یې انجونې دي.
د دې یو مهم دلیل د هیواد په ولایتونو کې ناامني او شخړه ده.