په ترکیه کې د افغان سولې په اړه کليدي کنفرانس وځنډول شو

د رویټرز د راپور له مخې چې د درې سرچینو په حواله لیکل وایی، په ترکیه کې د متحده ایالاتو په ملاتړ د افغانستان د سولې کنفرانس د طالبانو لخوا د نه ګډون له امله وځنډول شو
کنفرانس د اپریل ۲۴می لپاره ټاکل شوی وه او تمه کیده چې د افغانستان شخړې کې د ښکیلو خواو څخه به پکې برخه واخیستل شی
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر میفلوټ کاوسوګلو د چهارشنبه په ورځ وویل چې “موږ له قطر، امریکا او ملګرو ملتونو سره سلا مشورې کړې.” “موږ پریکړه کړې چې د لوی اختر وروسته د استانبول کنفرانس د افغانستان د سولې پروسې په اړه وځنډو”
متحده ایالاتو، ترکیې، قطر او ملګرو ملتونو هڅه کړې چې طالبان قانع کړي چې په ترکیه کې په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړي
خو طالبانو ټینګار کړی چې امریکا دی لومړی د استانبول کنفرانس له پیل نه مخکې د دوحی تړون پلي کړی. پدې معنی چې امریکا باید د می میاشت تر ۱ نیټی پورې ټول امریکایی سرتیري له افغانستانه وباسي

د افغان حکومت بیان

د افغانستان حکومت د سه شنبې په ورځ وویل چې د کنفرانس ګډون لپاره د جمهوري ریاست پلاوي لیست نهایی شوی دی
د افغانستان د دولت یو لوړ پوړي چارواکي چې د نوم د نه ښودلو په شرط یې خبرې کړې طلوع نیوز ته وویل- امکان وه چې د اپریل ۲۴ په کنفرانس کې ۱۵-۱۷ کسيزه ټیم د افغانستان اسلامي جمهوریت نمایندګي وکړي
د ملي پخلاینې عالي شورا هم د جمهوریت د مذاکراتي ټیم نهایی کیدل تایید کړل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here