پنټاګون: متحده ایالات به له وتلو وروسته هوایي ملاتړ ودروی

د متحده ایالاتو د پنټاګون ویاند، جان کربی وايي، امریکا به له دې هیواد څخه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته، افغان امنیتي ځواکونو ته هوایي ملاتړ نه ورکوي۔
هغه وویل چې متحده ایالات به خپلې مالي همکارۍ ته دوام ورکړي او د سپټمبر نه وروسته به د افغان الوتکو ترمیم او ساتنې لپاره مرستې برابرې کړي۔
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې د افغانستان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه به د تجهیزاتو له کمبود سره مخ نشي۔
جان کربیرغمال  وویل: “موږ به خپلې مالي مرستې ته دوام ورکړو. یو له هغه شیانو څخه چې موږ به یی دوام ورکوو، د دوی قراردادي اړتیاوې دي، په ځانګړي توګه د الوتنې ساتنې ملاتړ”۔
هغه وویل چې افغان ځواکونه باید “خپل مسؤلیت په غاړه واخلي” او د ملت دفاع وکړي۔
کربی همداراز وویل: “د افغانستان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه باید چمتو وي چې د خپلو خلکو او خپل هیواد دفاع لپاره خپل مسؤلیت په غاړه واخلي. له افغانستان سره زموږ ملاتړ به په لومړني ډول د مالي بنسټ وي او موږ په دې لټه کې یو چې څنګه وکولی شو په مسؤلانه ډول ملاتړ ته دوام ورکړو۔
ولسمشر اشرف غنی وویل: “تاسو باید بشپړ باور ولرئ چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو تمویل کیږي، دوی به د تجهیزاتو له کمښت سره مخ نه وي. تاسو ولیدل چې د یو ملیارد ډالرو په ارزښت نظامي تجهیزات د افغان امنیتي ځواکونو غړو ته لیږدول شوي”۔

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here