رویټرز وايي، پاکستان د دوشنبې په ورځ له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د افغانستان د سولې پروسه دوامداره وساتي، وروسته له هغې چې دې ډلې وویل تر هغه چې بهرنی ځواکونو له افغانستان څخه بهر نشی، دوی به غونډه کی ګډون ونکړي.
دا پریکړه وروسته له هغه وشوه چې متحده ایالاتو تیره اوونۍ وویل چې د سپټمبر تر ۱۱می پورې به ټول سرتیري وباسي
د پاکستان هڅی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په ابو ظهبي کې له رویټرز سره په یوه مرکه کې د طالبانو په اړه وویل: “دوی خپلې پریکړې په خپله کوی، خو موږ به کوښښ وکړو تر سو دوی قانع کړو چې دا د دوی ملي ګټه ده چی د سولی پروسه دوامداره وساتی.”
د رویټرز په وینا، قریشي وویل چې د وتلو ځنډ تل د لوژستیک له امله امکان درلود خو دا چې طالبان په پراخه کچه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په هدف کې بریالي شوي او له همدې امله باید د سپټمبر د یوولسمې نیټې سره سم انعطاف وښیې.
د رویټرز په حواله، قریشي وویل: “سرتیري به ووځی، یوه نیټه ورکړل شوې ده او دا پروسه د می په لومړۍ نیټه پیل کیږي او د سپټمبر تر ۱۱می پورې دوام کوي، نو دقیق وخت ټاکل کیږي.”
رویټرز د سرچینو په حواله لیکي چې پاکستان پر طالبانو فشار راوړی ترڅو بیرته د خبرو میز ته راشي.
قریشي وویل چې هغه باور لري چې طالبان به دخیل پاتې کیدو څخه ګټه واخلي.
نړیوالی هڅی
سرچینې طلوع نیوز ته وویل، د متحده ایالاتو، قطر، ملګرو ملتونو او ترکیې استازو په تیرو څو ورځو کې له طالبانو سره د امریکا او طالبانو تر منځ د باور فضا رامینځته کولو لپاره ناستې ترسره کړې دي، سرچینو طلوع نیوز ته وویل چې یو څه پرمختګ شوی دی.
طالبانو ته نږدې سرچینو وویل، په دې غونډو کې استازو هڅه وکړه چې طالبانو ته ډاډ ورکړي چې د دوحی تړون ټولې ژمنې به تر سپټمبر ۱۱می نیټی پوری عملی شی، او په بدل کې یې له ډلې وغوښتل چې خبرې اترې بیا پیل کړي او د معنی لرونکو خبرو لپاره د ترکیې په ناسته کې ګډون وکړي.
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وویل: “طالبان غواړی چی د ترکیې کنفرانس د پریکړې نیولو مهم پړاو وي او دوی په دې باور دي چې د دوحې تړون پلي کول د دې هدف ترلاسه کولو کلي ده.”
د متحده ایالاتو، قطر، ترکیې او ملګرو ملتونو سربیره، پاکستان هم هڅې پیل کړې ترڅو پر طالبانو فشار راوړي چې په دی کلیدي غونډه کې برخه واخلي.
پاکستانی خبریال طاهر خان وویل: “دا د پاکستان لپاره هم یوه ننګونه ده چی ایا پر طالبانو فشار راوړلي شی چې د ترکیې په ناسته کې ګډون وکړي او که نه.”
سربیره پردې، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د ای بی سی (ABC) نیوز سره په مرکه کې وویل چې په افغانستان کې کورنۍ جګړه د “هیڅ چا په ګټه نه ده”.