په افغانستان کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان وویل چې په ترکیه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې راتلونکی کنفرانس په افغانستان کې د شخړې د دایمي حل په لټه کې دی.
خان څرګنده کړه چې په ترکیه کې ناسته به د بن کانفرانس بڼه ولري چې په کې به د افغانستان حکومت، طالبانو او سیاسي ګوندونو په ګډون د افغانستان بیلابیل ګوندونه د افغانستان لپاره د راتلونکي سیاسي حل لاری په هکله بحث وکړي.
د پاکستان سفیر وویل چې اسلام آباد به له افغان مشرانو سره د سیاسي جوړجاړي په ټولو اړخونو یوې موافقې ته د رسیدو په برخه کې مرسته وکړي، په شمول د لنډمهالې جوړجاړي.
د پاکستان سفیر دغه څرګندونې په کابل کې د پاکستان په سفارت کې د پاکستان د ورځې په لمانځغونډه کې وکړې.
“د سولې پروسه اوس له یو نیم کال راهیسې روانه ده- د متحده ایالاتو او طالبانو ترمینځ هوکړه لیک لاسلیک شو چې په پایله کې یې په دوحه کې د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو لامل شو او اوس دغه پروسه پرمخ روانه ده. په افغانستان کې تاوتریخوالي ته د پای ټکی ایښودو، سیاسي جوړجاړي په لور او وروستۍ حل لارې ته رسیدو لپاره، زما په اند د بن کنفرانس په شکل کې یو نړیوال کنفرانس وړاندیز شوی او دا به د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې جوړ شي او هڅه به دا وي چې د افغان حکومت ټول ښکیل اړخونه، سیاسي ګوندونو، افغان مشرانو او د افغان طالبانو څخه په ګډه به د افغانستان راتلونکي سیاسي نقشې اړوند مسلې او حل لاری واوریدل شي. “د پاکستان سفیر منصور احمد خان وویل.
په افغانستان کې د راتلونکي حکومت په اړه د یوې پوښتنې په جواب کی د پاکستان سفیر وویل: “زه غواړم خپل دریځ وساتم چې که لنډمهاله حکومت وي یا لنډمهاله جوړجاړی وي- دا باید د افغانانو ترمینځ انتخاب شی، نو ځکه دا مهمه ده چې موږ د دی پروسې ملاتړ ته دوام ورکړو، له افغان مشرانو سره مرسته وکړو چې په ټولو سیاسي اړخونو هوکړې ته ورسیږی. “
افغان سولي په اړه نظرونه
په ورته وخت کې، د روسیې او چین د بهرنیو چارو وزیرانو هیله څرګنده کړې چې د خبرو پروسه پخپله د افغانانو لخوا رهبري شي ترڅو شخړې ته د دایمي حل په موندلو کې مرسته وکړي.
“د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان رول خورا مهم دی. پاکستان به هڅه وکړي د افغانستان د سولې پروسې سره دوه ګوني چلند وکړي او د خپلو ګټو لپاره دا پرسه استعمال کړی. اوس دا په افغانانو پورې اړه لري چې څنګه دوی له خپلو فرصتونو څخه د خپلو ملي ګټو لپاره کار اخلي. ”په کابل کې د سیاسي چارو کارپوه فیض ځلاند.
دا په داسې حال کې ده چې تاوتریخوالی د افغانستان په بیلابیلو سیمو اغیزه کوي.
د سه شنبې په ورځ، طالبانو د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د څو پوستو د نیولو ادعا هم کړې وه.
اوس مهال د ۳۴ ولایتونو څخه لږ تر لږه ۲۰ ولایتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې دوام لري.
په ورته وخت کې، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سه شنبې په ورځ په بروکسل کې په یوه خبري کنفرانس کې ژمنه وکړه چې د ناټو نظامي اتحاد “بیارغونه” کوي او له افغانستان څخه د هرډول وتلو په اړه به د امریکا پلانونه شریکوي.
بلینکن وویل چې د امریکا لخوا د افغانستان په اړه یوه کتنه روانه ده او هغه په بروکسل کې دی چې خپلې لومړنۍ موندنې د ناټو متحدینو سره شریکی کړی.