Prospects for Pak-Afghan Military Cooperation

د پاکستان حکومت یکشنبې په ورځ وویل چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل باید په مسؤلانه ډول ترسره شي ترڅو د “خلا” مخه ونیول شي.
د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، زاهد حفیظ چوهدري وویل، پاکستان په دې باور دی چې “د ځواکونو ایستل باید منظم او مسؤلانه وي ترڅو خلا رامینځته نشي.”
دا بیان په داسی وخت کی راځی چی طالبانو په یو بیان کی د جمعې په ورځ د “مرګ او تباهۍ” خبرداری ورکړ که چیرې امریکایي سرتیري د مئ د لومړۍ نیټې پورې دافغانستان څخه ونه وځی، لکه څنګه چې د تیر کال په فبرورۍ مياشت کې په دوحه کې د متحده ایالاتو-طالبانو ترمینځ لاسلیک شوی وه.
“پاکستان تل ویلي چې په افغانستان کې د جګړې لپاره نظامي حل نشته.”
چوهدري وویل، “موږ د افغان ګوندونو تر منځ د هر اړخیز او پراخو خبرو ملاتړ کړی چې د دوی اختلافات حل کړي.”
“پاکستان باور لري چې د دوحه پروسه د دا ډول دوامداره سیاسي حل ترلاسه کولو لپاره تاریخي فرصت برابروي.”
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د جمعې په ورځ د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن د وروستي څرګندونو په وړاندې کلک غبرګون وښود چې د سرتیرو د اوږدولو په اړه یې وویل او وروسته له هغې چې جرمني اعلان وکړ چې په دې هیواد کې خپل پوځي حضور پراخوي.
طالبانو په خپله اعلامیه کې خبرداری ورکړی: “په داسې یوه حالت کې، اسلامي امارت د مومن، زړور او مجاهد افغان استازو په حیث مجبور دي چې د خپل دین او وطن دفاع وکړي او خپل جهاد ته دوام ورکړي او د خپل هیواد د آزادولو لپاره د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې وسله واله مبارزه وکړی. د جګړې، مرګ ژوبلی او تباهۍ ټول مسؤلیت به د هغو چا په غاړه وي چا چې سرغړونه کړې وي.”
پداسې حال کې چې متحده ایالاتو تر دې دمه پریکړه نده کړې چې ایا د مئ تر لومړي نيټی پورې به خپل ځواکونه وباسي، او نه هم ناټو خپل دریځ بیان کړی، لیکن جرمني اعلان وکړ چې دوی موافقه کړې ترڅو خپل ماموریت تر ۲۰۲۲ کال پورې وغځوي.

جرمني خپل نظامی حضور وغځاوه

د جرمني قانون جوړوونکو د پنجشنبې په ورځ ناوخته نوي ماموریت تصویب کړ چې له مخې به جرمني ځواکونو ته اجازه ورکړل شی چې د ۲۰۲۲ کال د جنوري تر ۳۱ مې نیټی پورې د ناټو د ماموریت د برخې په توګه په افغانستان کې ۱،۳۰۰ سرتیري وساتي.
د جرمني حکومت خبرداری ورکړی چې د ناټو د وخت نه مخکې وتل به د سولې خبرې له خطر سره مخامخ کړي، او که چیرې د اپرېل نه وروسته پاتې شي نو پکار ده چی د ناتو سرتیري د طالبانو تاوتریخوالي ته چمتو وي.
د پنجشنبې په ورځ، د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن وویل چې دا به ډیره سخته وي چې د مئ د لومړۍ نیټې سره سم له افغانستان څخه د متحده ایالاتو وروستي سرتیري وباسی، مګر هغه زیاته کړه چې فکر نه کوي چې دوی به لاهم په راتلونکي کال کې هلته وي.
هغه په ​​څرګند ډول په راتلونکو شپږو اونیو کې د ۱۰،۰۰۰ امریکایی او ناټو ځواکونو او د هغوی تجهیزاتو ایستلو لوژیستیکي ننګونو ته اشاره وکړه.
بایډن څخه وپوښتل شول چې ایا امکان لري که چی راتلونکي کال کې هم د متحده ایالاتو سرتیري شتون ولري. هغه ځواب ورکړ: “زه دا نشم ویلي چې داسې به وي.”
طالبانو همدارنګه اشاره کړې چې دوی ممکن په بهرنیو سرتیرو بریدونه بیا پیل کړي که چیرې بایډن د مئ په میاشت کې سرتیری ونه باسی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here