د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سه شنبې په ورځ وویل: “دا چې طالبان به د نړیوالو ځواکونو تر بشپړ وتلو وروسته په چټکۍ سره پر افغان ځواکونو کنټرول ولري او کابل به فتح کړي، دا یو ناشونی کار دی۔
خلیلزاد د ولسي جرګې د بهرنیو چارو کمیټې ته د ای پی د یوه راپور په حواله ویلي چې “زه په شخصی ډول باور نلرم چې افغان ځواکونه به منحل او طالبان به په لنډ وخت کې کابل ونیسي، دا یو غلط تحلیل دی”۔
د می د ۱۲ څخه تر می ۱۵می نیټی پورې د درې ورځو اوربند وروسته هم په هیواد کې تاوتریخوالی ډیر شوی دی. دفاع وزارت د اوربند پای ته رسیدو یوه ورځ وروسته په ۱۸ ولایتونو کې د نښتو راپور ورکړ۔
خلیلزاد وویل چې افغان حکومت او طالبان باید د سولې په پروسه کې خپله برخه ترسره کړي. هغه په افغانستان کې د سولې په هڅو کې د پاکستان د رول پر اړتیا ټینګار وکړ۔
خلیلزاد وویل: “موږ د پاکستان له مشرانو سره نږدې اړیکې لرو، او پر هغوی فشار راوړو تر سو طالبان دی ته تیار کړی چې د تاوتریخوالي کمولو او د مزاکراتو له لارې د خبرو ملاتړ وکړي.” “زه باور لرم چې پاکستان پوهیږي چې په افغانستان کې اوږده جګړه د دوی په ګټه نده”۔
د امریکایی نمایندګانو اندیښني
د متحده ایالاتو نمایندګانو د امریکایي سرتیرو له وتلو وروسته د افغانستان راتلونکي په اړه اندیښنه او شک څرګند کړ۔
“دا یقیني ده چې طالبان به هڅه وکړي دا هیواد کنټرول کړي او وروسته له هغه چې موږ ووتلو، دوی به د ۹/۱۱ ریاست ته بیرته لار شی،” د ټیکساس جمهوریت غوښتونکي ریپټ مایکل مکول وویل. “دوی لا دمخه خپل بریدونه ګړندي کړي، نوې ساحې او اډې یې نیولي د (بایډن) له اعلان وروسته. پرته له دې چې په هیواد کې امریکا نظامي شتون ولري، متحده ایالاتو دوی ته د القاعدې په څیر له تروریستي ډلو سره د خپلو اړیکو د ژور کولو لپاره زمینه برابروی، څوک چې هڅه کوي یوځل بیا په دغه هیواد له موږ او زموږ پر متحدینو بریدونه پیل کړي”۔
د متحده ایالاتو یو شمیر نمایندګانو د نړیوالو سرتیرو له وتلو وروسته په هیواد کې د ښځو حقونو راتلونکي په اړه هم اندیښنه څرګنده کړه۔
خو خلیلزاد وویل چې طالبان باید پدې هم پوه شي چې د نن ورځې افغانستان له ۲۰ کاله مخکې څخه ډیر توپیر لري۔
خلیلزاد وویل چې امریکا به په سیمه کې پانګه ساتي او د افغانی همکارانو سره به نږدې کار ته دوام ورکوي۔