.د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وایی ټاکل شوې ده چې اوه تنو افغان میرمنو او فعالینو ته د زړورو میرمنو نړیواله جایزه ورکړي
د زړورو میرمنو نړیواله جایزه به هغه افغان میرمنو ته ورکړل شي چې دوی په ۲۰۲۰ کال کې په افغانستان کې په دی اساس وژل شوي .تر سو د ژوند ښه کولو لپاره چاپیریال برابر کړي
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن به د مارچ په اتمه د زړورو میرمنو نړیوالو جایزو مجازی مراسو کوربه وي، ترڅو د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه میرمنې وویاړي.
جل بایډن، د متحده ایالاتو لومړۍ میرمن به هم خپله وینا وړاندې کړي.
د متحده ایالاتو لومړۍ میرمن، ډاکټر جل بایډن به د دې میرمنو د زړورتیا او لاسته راوړنو په پار خپله وینا وکړي.
د متحده ایالاتو یاد وزارت ویلي چې “د زړورو میرمنو نړیوالي جایزي انفرادي جایزې سربیره چې د مارچ په اتمه به وړاندې شي، ښاغلي بلینکن به د اوو افغان میرمنو یوې ډلې ته افتخاري جایزي هم ورکړي چې په ۲۰۲۰ کې وژل شوې ځکه چې دوي د افغانستان په  تاریخ کی د یوې مهمې مرحلې په جریان کې خپلو ټولني ته خدمت کوه.
بیان کې لیکل شوي: “دا غمجنې وژنې په افغانستان کې د ښځو په نښه کول او زیاتیدونکي خطر ته ګوته نیسي او متحده ایالات د دغه ډول تاوتریخوالي غندنه کوي.”
وژل شوې افغان میرمني څوک چې به د زړورو میرمنو نړیوالي جایزې ترلاسه کوي، فاطمه نتاشا خلیل، جنرال شرمیلا، مریم نورزاد، فاطمه رجبي، فرشته، فرشته کوهستاني او ملالۍ میوند شاملې وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here