د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) وایی- افغانستان سږکال له وچکالۍ او قحطۍ سره مخ کیدلی شي، ۱۷ ملیونه خلک د لوږې له خطر سره مخ دي.
په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان سره د عاجل غبرګون اداري غړی وویل چې په ژمي کې د واورې او باران ټیټه کچه په ټول هیواد کې د وچکالۍ او قحطۍ لامل کیدی شي.
د IOM څخه په یوه بیان کې نیک بشپ د بشردوستانه غبرګون یو اغیزمن پلان د پلي کولو غوښتنه وکړه ترڅو د احتمالي طبیعي پیښو پر وخت پلی شی.
د IOM غړی وویل: “د افغانستان کرهنه تر ډیره حده پورې د بارانونو په کښت او واورې وریدو پورې اړه لري … نو د دې کال لپاره د بشرپالنې غبرګون پلان وړاندیز کوي چې تر ۱۷ ملیونه پورې افغانان – چی د ټول نفوس ۴۲٪ جوړوی- به د وچکالۍ او قحطی له امله اغیزمنې شي.
دغه سازمان وویل، په زرګونو داخلي بې ځایه شوي خلک د هیواد په ډیری برخو کې د روانو نښتو له امله د بیکارۍ سره مبارزه کوي.
بشپ وایی، په تیرو څو میاشتو کې په افغانستان کې د باران او واورو کموالي له امله به د بیکارۍ سره مبارزه کوونکو افغانانو وضعیت لا خراب شی.
بیان زیاتوي: “د طالبانو او افغان چارواکو ترمینځ د سولې خبرې ځنډیدلي دي. په ټول هیواد کې تاوتریخوالی مخ په ډیریدو دی او ماهرین وړاندوینه کوي چې د وچکالۍ احتمال شتون لري. “