ولې باید پاکستان د افغانستان

پاکستان د افغانستان ګاونډ هیواد دی او تل یې په بیلابیلو برخو کې له افغان ولسونو سره همکارۍ کړي، د افغانستان سولې پروسه تر هر وخت اوس په اساس پړاو کې قرار لري او تر بل هر مهال افغانستان دایمي سولې ته نږدې شوی. تاجکستان کې د استانبول پروسې وروستۍ کنفرانس، قطر کې وروستۍ ناستې او په ترکیه کې د افغانستان سولې په اړه جوړیدونکی ناسته دا پیغام لري چې، نور نو د افغانستان سولې او ثبات لپاره سیمه ایز اجماع رامنځته شوی او د سیمې هیوادونه دې پایلې ته رسیدلي چې د افغانستان بې ثباتي د سیمې بې ثباتۍ په معنا ده.

دا چې اوس مهال د سولې په یو اساس پړاو کې قرار لرو او د افغانستان سولې پروسه کې د پاکستان رول هم له سترګو نشو غورځولی نو دا چې ولې باید پاکستان د افغانستان سولې په پروسه کې همکاري وکړي؟ پدې اړه مو له یو شمېر افغان شنونکو او نظر خاوندانو پوښتلي دي.

د اقتصادي چارو کارپوه او د پوهنتون استاد ښاغلی تاج محمد تمکین:

نن سبا د هیوادونو ترمنځ اقتصادي شریکې ګټې خورا زیاتې مهمې دي او ځینې جغرافیوي موقعیتونه داسې دي چې د یو هیواد اقتصادي ګټې د بل هیواد سره تړلي وي. نو په همدې اساس که په یو هیواد کې نارامي وي د هغې بدې اغیزې په بل هیواد باندې هم خپل تاثیرات غورځوي. نو ځکه وایو چې پاکستان باید د افغان سولې په پروسه کې خورا ډېره همکاري وکړي ځکه د دواړو هیوادونو اقتصادي حالاتو ته په کتو پرته له همکارۍ بله لار نشته. که پاکستان واقعاً غواړي له اقتصادي ستونزو او بحرانونو څخه ووځي نو د هغې په ګاونډیانو کې هم باید د اقتصادي پرمختګ څپې موجودې وي او دا چاره هغه مهال شونې ده چې، امنیت موجود وي.

د چینا کوریډور چې پاکستان پکې دخیل دی یا د افغانستان له لارې چې کومې پروژې دي د دې ټولو لپاره امنیت او آرامي ډېره مهمه ده، نو که چیرې افغانستان کې سوله موجوده وي د پاکستان پر اقتصادي ودې مستقیم اغېز لري او کولی شي یاد هیواد له اقتصادي بحرانونو څخه وباسي.

د سیاسي چارو کارپوه او د پوهنتون استاد ښاغلی شېر عالم امله وال:

افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي هیوادونه دي، دواړه هیوادونه پر یو بل سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او فرهنګي اغیزې لري. په افغانستان کې سوله د پاکستان په ګټه دی، په ځانګړي ډول په اقتصادي لحاظ. افغانستان د پاکستاني تولیداتو لپاره ښه مارکیټ دی او له بلې خوا د ټرانزیټ د لارې کولی شي پاکستان د منځني آسیا هیوادونو سره وصل کړي. پاکستان د منځني آسیا نفت او انرژۍ ته اړتیا لري. د منځني آسیا د بازارونو کنټرول او ترلاسه کولو پخاطر پاکستان لپاره بهترینه لاره همدا ده چې د افغانستان له لارې منځني آسیا ته ورسوي.

د ننګرهار پوهنتون استاد ښاغلی احمد جمیل پوپل زی:

دواړو غاړو ته پراته قومونه ګډ فرهنګ او مذهب لري. پاکستان او افغانستان یو له بل سره پراخه ګډه پوله لري چې، پدې ډول حالاتو کې د یو هېواد وضعیت پر بل هیواد مستقیم اغېز درلودی شي؛ مثلاً که دلته امنیت نه وي هلته به هم اقتصاد خراب وي.

وروستیو تحولاتو د دواړو غاړو پر ولسونو بدې اغیزې کړي، که په سیمه کې سوله موجوده وی، دا به د دواړو هیوادونو د ولسونو پر ټولنیز او اقتصادي وضعیت مثبتې اغیزې ولري. کله چې ګاونډ کې دې اور بل وي، نو حتمي ده چې حد اقل تاو یې تر تا هم رسیږي، نو پر دې اساس د سیمې امنیت د ټولو هیوادونو لپاره اړینه ده.

روښان د لوړو زده کړو مؤسسې نړېوالو اړیکو او سیاسي علومو پوهنځي استاد ښاغلی سلیمان شیرزی:

پاکستان د اسلامي نړۍ د یو پیاوړي هیواد او سرلاري په توګه پيژندل شوی. موږ د اسلامي هیوادونو په قطار کې تل پر پاکستان حساب کوو. نو پر دې اساس پاکستان ته بویه چې د افغانستان سولې ټینګښت لپاره همکاري وکړي. که چیرې په افغانستان کې سوله قایم شي او پاکستان هم ځان د یو ښه ګاونډي په توګه ثابت کړي، نو له دې امله پاکستان باید د افغانستان سولې په پروسه کې همکاري وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه او د همدرد ټولنیز بنسټ مشر ښاغلی داود قریشي:

اوس مهال تر ډېره د هیوادونو بهرني سیاستونه منطقه محوره دي تر څو سیمه ایزې ګټې مطرحه شي او د سیمې هیوادونه مشترکات پیدا کړي. پاکستان نور اړتیا لري تر څو افغانستان سره د سیمه ایزې همکارۍ له مخې مخ ته ولاړ شي. د افغانستان له جیو ستراتیژیک او جیوپولټیک موقعیت څخه سالمه ګټه واخلي.

د پوهنتون استاد او سیاسي چارو شنونکی ښاغلی سرفراز څرګند:

د پاکستان هڅه به د سولې په پروسه کې هغه شکونه چې نړیوال یې د پاکستان د ترهګرۍ پاللو په هکله لري یو څه راکم کړي، نو د افغانسان سولې په پروسه که پاکستان همکاري وکړي او په افغانستان کې دایمي ثبات ټینګ شي، دا کار به پاکستان د یوه سیاسي فرصت په توګه نړۍ ته وړاندې کړي چې موږ هر وخت نړیوال ثبات غواړو.

څه موده وړاندې پاکستان کې د چین سفیر یاوجینګ په اسلام آباد کې د افغان سولې په اړه یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې، د افغانستان ثبات د ټولې سیمې د ثبات په مانا او په سیمه کې د پرمختګ لپاره مهم دی، نو ځکه د سولې له پروسې سره د پاکستان رښتینې همکاري اړینه ده.

د افغانستان ولسمشر ښاغلی محمد اشرف غني تل پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار کړی، ولسمشر غني کابل کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان سره په لیدنه کې ویلي و چې، دواړه لوري باید د سوداګرۍ پراختیا او د اقتصادي او ترانزیټي همکاریو پر اساس د ستراتېژیک لیدلوري پر پیاوړتیا کار وکړي.

د پاکستان لومړي وزیر ښاغلي عمران خان کابل ته د خپل سفر پر مهال ویلي و چې،  په افغانستان کې سوله او ثبات د دواړو هیوادونو په ګټه دی او روان تاوتریخوالی د منلو نه دی. د ښاغلي خان په خبره پاکستان په افغانستان کې د تاوتریخوالي په موجودیت زیات ناراحته او اغېزمنېږي.

دا راز د پښتونخوا وتلی سیاستوال او د قومي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېر پاو هم د یو رسنیز کنفرانس پر مهال ویلي و چې، د پاکستان ثبات د افغانستان د سولې او پخلاینې له مسئلې سره تړلی نو پاکستان ته بویه چې د سولې پروسې کې ریښتینې همکاري وکړي.

پورته نظرونو ته په کتو دې پایلې ته رسیږو چې، که چیرې د سیمې هیوادونه او په تېره بیا افغانستان او پاکستان غواړي چې د پرمختګ وکړي، نو پرته له دوه اړخیزو همکاریو بله لار نشته. پاکستان ته بویه چې، د افغانستان سولې په پروسه کې همکاري وکړي او په سیمه کې د لویو اقتصادي پروژو په پلې کولو کې له نورو هېوادونو سره همکاري وکړي.

افغانستان او پاکستان نه یوازې تاریخي مشترکات لري، بلکې ګډ راتلونکې لري او د سیمه ییز اتصال او همکاریو رامنځته کېدا لپاره د دواړو هېوادونو دوه اړخیزو رښتینو هڅو ته اړتیا ده، چې دا چاره د دواړو خواوو د ولسونو د وضعیت ښه والي لپاره مهمه ده او دا بايد د واړو هیوادونو د اړیکو اساس جوړ کړي.

د شنونکو نظرونو ته په کتو دې پایلې ته رسیږو چې، دواړه هیوادونه باید د سیاسي او اقتصادي پراختیا لیدلوری ولري او ګواښونو ته په پام، فرصتونه له لاسه ورنکړي، په افغانستان کې سوله او ثبات به د پاکستان د اقتصادي پیاوړتیا لامل شي. پاکستان باید له افغانستان سره دولت په دولت اړیکو ته ارزښت ورکړي، اړیکې ورسره سمې کړي او په دې توګه په سیمه کې امنیت او پرمختګ ته لار هواره کړي.

Previous articleبایډن له افغانستان څخه د امریکایی ځواکونو وتل اعلان کړل
Next articleBlinken Arrives in Afghanistan
Mr. Jalal Yaqobi is a freelance journalist and writer in Afghanistan. Yaqobi has experience working with a number of national and international media outlets and has published reports and interviews with them. He studied political science and wrote articles & commentaries on the political situation in Afghanistan so far. many of his articles have been published in national and international media. He has published two books and two more are under publication. Yaqobi also received the (Young Figure of the Year Award) in 2019 from Free and Fair Election Forum of Afghanistan (FEFA). He is currently working as head of a news website called Kabul Voice and communication specialist at Rokhan University – Afghanistan.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here