د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل چې هره ورځ شاوخوا زر افغان اتباع په ناقانونه توګه له هیواده وځي.
د دې وزارت چارواکو د دې لامل د ډیری افغان وګړو په ځانګړي توګه ځوانان بېوزلی، بیکاري او ناامني وبلله.
د دغه وزارت ویاند، رضا بهیر وویل: “هره ورځ شاوخوا زر کسان د هرات او نیمروز له لارې په غیرقانوني ډول مهاجرت کوي، او بیا شاوخوا زر بیرته راستنیږې او دا مهاجرت او راستنیدنه د اقتصادي وضعیت یا کار موندلو له امله ده.”
ناامني او فقر د خلکو په مینځ کې ورځ په ورځ زیاتیږي، نو د هیواد ډیری اتباع په ځانګړي ډول ځوانان د ناقانونه لارو چارو په واسطه نورو هیوادونو ته کډه کوي.
عيسی محمد، چې غواړي د ناامنۍ او بې کاري له امله د نيمروز ولايت له لارې په ناقانونه توګه ايران ته کډوال شي وايي، د کار نشتوالى او په هېواد کې د تاوتريخوالي زياتوالي ددې لامل شوی چې خپل ژوند له خطر سره مخامخ او خپل وطن پرېږدي.
“زه په غیرقانوني ډول ایران ته ځم، دا ستونزې لري. څو ورځې دمخه، زموږ ملګري په لاره کې ټپیان او مړه شوي وو.
افغان کډوال په نری کی
اټکل کیږې چی دا مهال په نړۍ کې لږ تر لږه ۶.۷ ملیونه افغانان کډوال یا پناه غوښتونکي دی. له دې جملې څخه درې ملیونه په ایران کې ، دوه ملیونه په پاکستان کې، ۷۹۰،۰۰۰ په اروپا کې او ۵۰۰،۰۰۰ یې په آسټرالیا کې د پناه غوښتنه کړې ده.
په همدې حال کې د عدلیې وزارت وايي چې که بهر ته د انساني قاچاق مخه ونه نیول شي، متحده ایالات به پر افغانستان بندیزونه ولګوي.
“د انساني قاچاق او غیرقانوني مهاجرت د مخنیوي لپاره هڅې روانې دي ترڅو کډوالۍ په یوه ټاکلي چوکاټ کې تر سره شي.”
د نوي لمریز کال په رارسیدو سره، په اپریل کې، اندیښنې راپورته شوې چې د افغانانو لوی څپې به پدې موده کې د تاوتریخوالي د ډیریدو ویره له امله هیواد پریږدي.
په ورته وخت کې د افغانستان پاسپورت دفتر په غوښتنلیکونو کې زیاتوالی تایید کړی او ویلي یې دي چې دا مهال په ورځ کې شاوخوا ۵،۰۰۰ پاسپورټونه ورکوي.