Ashraf Ghani

ولسمشر غني د سه شنبې په ورځ وویل که چیرې د سولې فرصتونه له لاسه ورکړل شي او هیواد د ناڅرګنده راتلونکې په لور حرکت وکړي، نو دا وضعیت به نړیوالې او سیمه ایزې سولې ته ډیر زیان ورسوي.
د مجازی غونډې په جریان کې،  ولسمشر غنی وویل: “د سولې پروسه په خطر کې ده که طالبان رښتینی سیاسي حل نه مني، هغه زیاته کړه چې “امنیتي ځواکونه نه ماتېږي او نه هم موږ د خپلو خلکو په خدمت کې خپله اراده یا صلاحیت له لاسه ورکړی.” او دا چې افغانستان به دې ډلې ته تسلیم نشي.
ولسمشر همدارنګه وویل،”خدای مه کړه که افغانستان په ناڅرګند حالت کې پاتې شي، نو د سیمې او نړۍ لپاره به ناوړه پایلې ولري.”
“دا هغه شیبه ده چیرې چې د یوه باثباته او سوکاله افغانستان لپاره د تضمیناتو اړتیا باندې سیمه ایزه او نړیواله اجماع ضروري ده. غنی وویل، “موږ باید له نړۍ څخه وغواړو چې له ټولو ښکیلو اړخونو څخه وغواړي چې د حاکمیت او نړیوالو اړیکو اصولو ته درناوی وکړي، پټنځایونه ورنه کړي او د ګاونډیو په چارو کې لاسوهنه بنده کړي. ”
دا په داسې حال کې ده چې د ملي پخلاینې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د سولې د خبرو دوهم پړاو کې د نه شتون له امله پر طالبانو نیوکه وکړه چې خبري یی څو اوونئ وځنډولی.
د عبدالله په وینا، د طالبانو نه څرګندیدل په افغانستان کې د سولې په هیلو اغیزه کړې. د دواړو خواو تر منځ خبرې اترې د ۲۳ ورځو لپاره بندې شوې دي او په ښکیلو هیوادونو یی غږ وکړ چی پر طالبانو فشار راوړی تر سو خبرو ته حاضر شی.
هغه ټینګار وکړ چې د شورا هر کمیسیون د سولې په پروسه کې د ټولنې د ټولو طبقو د ګډون ډاډ ورکوي، خو هغه وویل چې انتقالي حکومت هدف نه دی. د ملي پخلاینې عالي شورا زیاته کړه، چې خلک باید خپل راتلونکې د ټاکنو او رایو له لارې وټاکی او دا چې هیڅ لنډمهاله حکومت د سولې لامل شوی ندی.
سوله د شمولیت د لاری ترلاسه کیدلی شي، او که چیرې په لنډمهاله حکومت بحثونه کیږې، نو باید په میز کې بحث پری وشي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here