د مشرانو جرګې غړو د سه شنبې په ورځ د متحده ایالاتو له ولسمشر جو بایډن څخه وغوښتل چې د افغانستان په اړه د متحده ایالاتو هغه پالیسۍ باندی له سره غور وکړي چې تر ډیره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دورې پرمهال رامینځته شوې وې.

سناتورانو وویل چې د پالیسیو بیاکتنه به د افغانستان د امنیت په ګټه وي.

تمه ده چی بایډن به د چهارشنبه په ورځ د لوړې مراسم پر ځای کړي او تمه کیږي د ټرمپ ځینې پالیسۍ لغوه کړي. لیکن، په افغانستان کې د جګړې او د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د هغه دریځ تراوسه روښانه ندی.

په ورته وخت کې سناتورانو بایډن څخه وغوښتل چې د کابل-واشنګټن امنیتي تړون په دقت سره پلي کړي.

   نظرونه:

“امریکا باید د افغانستان په اړه په خپلو پالیسیو کې انساني ارزښتونو ته درناوی ولري. امریکا باید هغه تړون پلي کړي چې له افغانستان سره لاسلیک شوی وه.”

سناتور کمال بیک حسیني وویل، “امریکا باید د افغانستان په اړه خپله پالیسي باندی له سره غور وکړي.”

سناتور انارکلي هنریار وویل: “د متحده ایالاتو نوی حکومت باید په افغانستان کې د سولې لپاره کار وکړي ځکه چې د متحده ایالاتو او طالبانو له تړون څخه سرغړونه شوې او له سره غور ته اړتیا لري.”

یو بل سناتور، سید صفی الله هاشمي وویل: “امریکا په افغانستان کې د ډیرو ننګونو لامله ده، د امریکا راتلونکی اداره باید د افغانستان په اړه متوازن سیاست باندې کار وکړي ترڅو افغانستان ثبات او سولې ته ورسیږي.”

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار هم وویل چې امریکا باید تر هغه وخته پورې د افغانستان ملاتړ وکړي تر څو چې تلپاتې سوله راشي.

مسلميار وويل: “د امريکا لپاره ګټې مهمې دي، موږ د بايډن او متحده ايالاتو څخه غوښتنه کوو چې د افغانانو ملاتړ وکړي او د کابل-واشنګټن تړون پر بنسټ عمل وکړي.”

سناتوران په دې باور دي چې امریکا کولی شي په طالبانو او د هغوی په ملاتړ کوونکو فشار راوړي ترڅو په هیواد کې د جګړې پای ته رسیدو لپاره صادقانه چلند وکړي.

Previous articleReconsidering US Policies on Afghanistan: Meshrano Jirga
Next articleForeign Minister on “Reset of US-Pakistan Relations”
Ever smiling Zabihullah  is from Kabul Afghanistan. He finished his Bachelor in International Relations from International Islamic University, Islamabad and currently he is enrolled as MPhil Scholar in International Relations at Iqra University, Islamabad. His research thesis revolves around Afghan Peace Process and future implications for Afghanistan. Previously Zabiullah have worked as English language lecturer at a Degree College in Peshawar from 2013-2015. Also he worked as Research Intern with Afghan Study Center Islamabad and Research Assistant at News Network International (NNI) Islamabad. Now at PAYF he is coordinating the research team and looking after their day to day workings and operations.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here