د افغانستان ملی پخلايني رییس عبدالله عبدالله په مشرۍ یو ۱۶ کسیز پلاوی به د مسکو د سولې په غونډه کې چې د مارچ په ۱۸ مه ټاکل شوی، برخه واخلي.
سرچینې ویلي چې افغان پلاوی به نن د چهارشنبه په ورځ د روسیې پلازمېنې مسکو ته له کابله ووځي.
مسکو افغان حکومت، طالبانو او یو شمیر بهرنیو هیوادونو ته چې د افغان سولې په پروسه کې ښکیل دي په دې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړی.
پخواني ولسمشر حامد کرزی، پخوانی مرستیال ولسمشر مارشال عبدالرشید دوستم، د پارلمان رییس میر رحمن رحماني، پخوانی مرستيال ولسمشر محمد کریم خلیلي، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، د حکومت مشر مذاکره کونکی معصوم ستانکزی، د سولې د چارو وزیر سادات منصور نادري، د افغان حکومت مرکچی ډلې غړې حبیبه سرابي، د ملی پخلاینی مرستیال عنایت الله بابر فرهمند، د سولې ډلې غړي متین بیک، احمد نادړ نادري، د افغانستان د مشرانو جرګې مرستیال محمد الم ازدیار، د سولې مرستیال وزیر عبدالله خنجان، او د حزب اسلامي غړي عبدالستار خواصي او غیرت بهير به په دی غونډه کې برخه اخلي.
د افغان چارواکو نظر
د ملی پخلاینی سلاکار مجيب الرحمن رحیمي وویل، “د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د اسلامي جمهوریت پلاوی به د مسکو په غونډه کې د افغانستان د سولې په پروسه کې برخه واخلي او دوی به د افغان حکومت له یووالي څخه استازیتوب وکړي.”
په ورته وخت کې، یوشمېر کارپوهان چې له ورته پروسې سره بلد دي د دی غونډی په اړه خوشبین دي.
د کابینې پخوانی غړی علي احمد عثماني څرګنده کړه: “په غونډه کې به پر مهمو او اصلي اجندا بحث وشي ځکه چې د افغانستان د سولې د پروسې مهم تصمیم نیونکي به په غونډه کې برخه اخلي.”
د افغانستان د ملي کانګرس ګوند مشر، عبداللطیف پدرام وویل: “بې له شکه د انتقالي حکومت په اړه او د انتقالي حکومت رهبري په هکله به خبرې وشی، خو دا مسله به د تړلو دروازو ترشا تر بحث لاندې ونیول شي.”
د طالبانو ویاند، محمد نعیم وردګ وویل چې د ملا برادر په مشرۍ یو لس کسیز پلاوی به د مسکو ناسته کې ګډون وکړي.
د افغانستان پخلاینې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به هم د متحده ایالاتو له خوا د مسکو په غونډه کې برخه واخلي.