په داسی حال کې چې ټولنه نړۍ د رکود حالت کې وو مګر دوي وتوانیدل چې په (۲۰۲۰م) کال کې (۲.۳٪) سلنه اقتصادي رشد ولري چې دا رقم د چین له وضعیت هم غوره ؤ، او په دې سره وتوانیدل د (۲۰۲۰م) غوره اقتصادی کارنامه خپل کړي، او اټکل شوی  (donya-e-eqtesad, 1399)چې دغه رقم به راتلونکی کال(۹.۳٪) سلنې ته لوړه شي۔

ویتنام له (۱۹۵۵-۱۹۷۵) کلنو کې د یو وحشې جګړې (کیسنجر, 1395)،  کوربه وو، چې د فقر کچه یې (۶۰) سلنې ته رسیده، د ازادۍ ترلاسه کولو وروسته د ډیر هڅو باوجود هم ونه توانید تر دریو لسیزو خپل اقتصادي ماشین فعال کړي، مګر د (۱۹۹۰ – ۲۰۱۹) کې د سړي سر عاید یې د (۹۵ ډالر) څخه (۲۷۱۵ډالر) ته لوړ شوی،  دفقر سلنه تر (۵) سلنې هم ښکته شوې، ویتنام د امریکا لخوا  دجګړې په دوران کې سخت وځپل شو، چې پر ویتنام د امریکا وحشتونه تاریخ نه هیروي په دې وحشتونو کې یو هم قتل عام او بی رحمانه بمباري وو چې هیڅ رحم په چا نه کیده، مګر اوس ویتنام د امریکا اقتصادي بازارونه هم فتح کړي چې امریکا ته د وینتام صادارت(۶۱) ملیارده ډالره ده۔ (احمدزاده, 1399)

ویتنام چې له جګړې وروسته د سوسیالستي سیاستونو سره په کار پیل وکړ مګر د پنځه کلنې تجربې څخه ورسته معلومه شوه چې چندان لاسته راوړنه نه لري، بلاخره د (۱۹۸۶م) څخه د «Doi Moi»  پالیسي سره خپل اقتصادي سیاست یې د سوسیالیستي څخه ازاد بازار خواته روان کړه، چې لومړي قدم کې بزګران ته موقع ورکړ شو او دویم قدم کط د دولتي صنایعو خصوصي کولو ته لاس واچوه، مګر دغه کار په تدریج سره مخ ته لاړ چې د (۱۹۸۹م ـ ۲۰۱۶م) پورې د (۱۲۰۰۰) شرکتونو څځه یوازې(۶۰۰) شرکتونه پاتې وو. داچې چین د ویتنام له ګاونډیانو څخه ده او په اقتصادي لحاظ پیاوړی هیواد ده مګر په دې وروستیو کې د امریکا او چین ترمنځ اقتصادي رقابتونه نظامي بوی پیدا کړی وو نو ویتنام له دې فرصت څخه ګټه واخیسته او بهرنیو شرکتونو ته په ویتنام کې ځای ورکړ۔ (احمدزاده, 1399)

اوس راځو د ویتنام هیواد یو بل اړخ هم ګورو، یاد هیواد څنګه وتوانید له جګړې او تجزیې څخه وژغورل شي؟

له دویمې نړیوالې جګړې مخکې ویتنام د فرانسې مستعمره وه، د جګړې په جریان کې ویتنام د جاپان لاسته ته وغورځیده، مګر د جګړې پایته رسیدو وروسته چې جاپان ماته خوړلی وو، او امریکا نه غوښته چې په سیمه کې کمونیزم خپرو شي نو، هڅه یې وکړه چې ویتنام فرانسې پورې وتړې مګر د ویتنام انقلابي کمونیست  د (نوچی مین) په مشرې له فرانسې سره جګړه پیل کړه، چې بلاخره په (۱۹۵۴م) فرانسه ماته وخوړه، او په جینوا کې د یوې پریکړې په اساس ویتنام په دوه برخو وویشل شو، او په جنوبي ویتنام کې دکمونیزم ضد جنرال(نګودین دیم) د امریکا په ملاتړ د کمونستانو خلاف جدی اقدامات وکړه او سخت یې وځپل، چې دواړو لورو ترمنځ رسماً جګړه پیل شوه، امریکا دوضعیت په کتو سره خپله هم جګړې ته داخل شو مګر یوازې نه بلکه نړیوال ځواکونه یې هم ځان سره ملګري کړي، د جګړې له شدت ورسته سره لدې چې امریکا خپلو خلکو نړیوالو ته ویلې چې جګړه يې ګټلې مګر د یو کال په جریان کې د متحده ایالاتو (۱۵۰۰۰) عسکر مړ او (۱۰۹۰۰۰) زخمیان او افسران د جګړې له شده په رواني نارغیو اخته شوي وو۔ (رضا, 2021)

متحده ایالات هڅه وکړه د جنوبي ویتنام د عسکر به روزلو سره جګړه ویتنامي کړي (واعیس, 1397)۔ مګر د دې باوجود هم د جګړې تلفات زیات وو، د ویت کینګ ډله په چرکې بریدونو سره امریکایانو ته سخت زیان اړول او مقابل کې بیا امریکا پر شمالي ویتنام سخت بمبارونه کول چې تر ټولو مشهور یې د (مای لي) پر کلي په یو بمبار کې (۴۰۰) ملکي خلک قتل عام کړي وو۔ (رضا, 2021)

 یاده جګړه په کال (۱۹۷۳م) د شمالي ویتنام او متحده ایالاتو ایالاتو ترمنځ د خبرو وروسته په کال(۱۹۷۵م) د شمالي ویتنام په بریا سره پایته ورسیده او دشمالي ویتنام عسکرو د جنوبي ویتنام تسخیرولو ورسته یو متحد ویتنام رامنځته کړل۔ (کیسنجر, 1395)

 له کلونو جګړې وروسته په ویتنام کې شاو خوا ۲ میلیونه انسانان ووژل شول ۳ میلیونه ټپیان او ۱۲ میلیونه بې ځایه شول جګړې د هېواد زیربناوې او اقتصاد ویجاړ کړ۔ او مقابل کې (۵۸۲۰۰) امریکايي سرتیرې وژل شوي وو او ګڼ شمیر مالي تاوانونه امریکا ته رسیدلي وو۔ (رضا, 2021)

د (۱۹۷۵-۱۹۸۹م) کلنو ترمنځ له یو میلیون څخه زیات خلک د کښتیو په وسیله له جنوبي ویتنام څخه و تښتیدل چې اکثر امریکا ته لاړل۔ بلاخره امریکا او ویتنام په (۱۹۹۵م) کال کې عادي روابط جوړ کړل او په (۲۰۱۳م) سوداګریزشریکان شول۔

:پایله

دا چې امریکا د روسیې سره په سړه جګړه بوخت او نه غوښته د روسیې یو طرفدار نظام  د دوي د نفوذ په ساحه کې سر راپورته کړي، نو داسې یوې جګړې ته ورننوت چې اصلاً دوی ته د پښې ایښودلو ځای نه وو، مګر په مکر او فریب سره په دې نوم چې شمالي ویتنام ظلم کوی(دبشر حقوق نقضوي) نړیوال ځواکونه یې هم له ځان سره ملګري کړل. عین قضه د افغانستان د جګړې په رابطه هم وه، هلته د روسیې سره رقابت او دلته هم رقابت او هم ګټې۔

د ویتنام په جګړه کې د امریکا انساني تلفات ډیر زیات وو، مګر د افغانستان په جګړه کې یې انساني تلفات کم چې عمده علت یې د پرمختللي وسایلو کارول وو۔

د ویتنام په جګړه کې هم امریکايي عسکر په رواني اختلالاتو اخته شوی وو چې عمده علتونه یې ناحقه وژنې او دوامداره سخته جګړه وه، او د افغانستان په قضیه کې هم زیات تعداد عسکر په رواني اختلالاتو اخته شوي۔

د ویتنام په جګړه کې امریکا ته سخت مالي زیانونه رسیدلي وو چې عمده برخه پکې د وسایلو تخریب وو، د افغانستان په جګړه کې هم مالي زیانونه د امریکا لپاره زیات وو۔

د ویتنام په جګړه کې سره لدې چې امریکا هڅه وکړه د جنوبي ویتنام د عساکرو په روزنې سره جګړه ویتنامي کړي، مګر بیا هم امریکايې عسکر ته تلفات زیات وو، چې عمده علت په ویتنام کې د امریکايي عساکرو د تعداد زیاتوالی وو چې دغه تعداد یو وخت (۵۰۰) زرو نه هم تجاوز کوله، مګر افغانستان کې امریکا وتوانید جګړه افغاني کړي او خپل د عساکرو تعداد کم وساتي ترڅو له تلفاتو مخنیوي وکړي، په افغانستان کې د امریکايي عساکرو تعداد هیڅکله له (۱۰۰) زور تجاوز ندی کړی۔

کله چې امریکا له ویتنام څخه ووت نو ویجاړ او کنډواله یې ویتنامیانو ته پریښود، چې د امریکا وتولو سره  تر یو میلیون زیات خلک له ویتنام څخه ووتل، مګر افغانستان کې یې یاد سیاست ناکام شو او تر یو حده جوړسیستم ترې پاتې شو، مګر له هیواد څخه د خلکو وتلو کچه د اندیښنې وړ ده۔

ویتنام وکولی شو تر دیرش کلنوناکامو او کامیابو تجربو وروسته یو ښه پیاوړی اقتصاد جوړ کړي چې نن امریکا ته په لوړه پیمانه صادرات لري، مګر دا چې افغانستان څنګه کولی شي له یاد بحران څخه ځان وباسي دا به وخت ثابت کړي۔

Previous articleد افغانستان د ملي بیرغ ورځ
Next articlePak-Afghan Jirga
Mr. Sadiq holds a bachelor's degree in law and political science from Nangarhar University - Afghanistan and a master's degree from the same university. Mr. Sadiq has served as a lecturer in the Faculty of Political Science at Al-Taqwa Institute of Higher Education. He currently serves as the Head of the Research Department at Rokhan University. He is also a permanent member of Jalal Social Foundation and carries out social activities on behalf of the foundation. Mr. Sadiq writes on the current situation in Afghanistan and the region and has so far published in various national, regional and international media.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here