په افغانستان کې جګړه د دوشنبې ورځې راهیسې د درنو تلفاتو سره دوام لري. سره له دی چی په روژې مبارکه میاشت کی د اوربند غوښتنه هم کیږې.
د بغلان والي قاسم خان رسنیو ته وویل چې د تاوتریخوالي پیښو په وروستي راپورونو کې، د سه شنبې په ورځ وسله والو طالبانو د بغلان ولایت دهنه غوري ولسوالۍ کی په یوه امنیتي اډه برید وکړ چې شپږ امنیتي څواکونه یې شهیدان او نهه نور یې ټپیان کړل.
په شخړه کی د شاوخوا ۱۲ وسله والو د وژل کیدو او ټپي کیدو راپور هم ورکړل شوی چې شپږ ساعته یې دوام درلود.
د روژې مياشت په پیل کی د بلخ په چنتال ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه بل برید کې د ملي اردو پنځه غړي او اووه وسله وال وژل شوي او د دوه سرتیرو او څلورو وسلوالو په ګډون شپږ نور ټپیان شوي دي.
سربیره پر دې، وسله والو د سه شنبې په ورځ د بدخشان ولایت په زیبا ولسوالۍ کې درې نیول شوي سرتیري اعدام کړي دي.
د افغان ځواکونو د بیان مطابق دوه وسله وال د دوشنبې په ورځ په ختیځ ولایت وردګ کې وژل شوي دي.
د روژې په میاشت کې د حکومتي ځواکونو او طالب وسله والو ترمینځ د نښتو تبادلې د زیاتوالی له وجهی د روژې په میاشت کې د اوربند غوښتنه کیږی.
د ولسمشر اشرف غنی پیغام
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د سه شنبې په ورځ وویل، هغه په پرله پسې ډول پر طالبانو غږ کړی چې جګړه ودروي، اوربند وکړی او د هر هغه برید مخه ونیسي چې د روژې په مبارکه میاشت کې د نظامي او ملکي تلفاتو لامل کیږي.
اشرف غني په وسله والو ډلو هم غږ وکړ چې د روژې په مبارکه میاشت کې اوربند ټینګ کړي او درناوی یې وکړي. غني د روژې د مبارکې میاشتې د پیل په ویاړ په خپل پیغام کې وویل: “یوځل بیا، زه پر طالبانو غږ کوم چې جګړه او دښمني دې ختمه کړي او دایمي اوربند دې وکړي چې د افغانستان د خلکو غوښتنه ده.”