ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ د ترکیې په انقره کې د راتلونکي سولې غونډې لپاره هراړخیز پلان جوړولو لپاره د لوړ پوړو افغان چارواکو او نورو مخورو اشخاصو سره د یوې غونډې کوربه وه.
د ولسمشرۍ ماڼی په وینا، ولسمشر هیله لري چې ملي اجماع خوندي کړي ترڅو په خبرو کې د دولت دریځ پیاوړی کړي.
ارګ وايي چې په دې غونډه کې د ملي پخلاینې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله؛ د مجاهدینو پخوانی مشر عبدالرب رسول سیاف؛ د ولسمشر پخواني مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم؛ سید منصور نادري، د افغانستان د ملي پیوستون ګوند مشر او په هېواد کې د اسماعیلیانو مشر؛محمد محقق، د ولسمشر ستر سلاکار؛ د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور؛ د ولسمشر پخوانی مرستیال محمد یونس قانوني؛ پخوانی والي جمعه خان همدرد؛ ذبیح الله مجددي، جهادي مشر؛ د پارلمان ځینې غړي؛ د سترې محکمې مشر قاضي، او د ولسمشر دوه مرستیالانو ګډون درلود.
“د غونډې اصلی مقصد د عمومي امنیت وضعیت، ملي اجماع پیاوړي کول او د مشورتي ناستو دوام باندې تمرکز وه.”
ناسته کی حاضر سياسي مشران
لیکن یو شمیر سیاسي شخصیتونو چې په دې ناسته کې برخه اخیستې وویل چې دا د انقرې غونډې لپاره د یو واحد پلان جوړولو باندې متمرکز و چې تمه کیږي د مارچ په ۲۷ مه به جوړه شي.
د عطا محمد نور نزدی ملګری، ستار مراد وویل: “په غونډه کې فضا داسې وه چې ټولو سیاسي مشرانو او حتی حکومتي مشرانو د سولې او جګړې ته د سمدستي پای غوښتنه وکړه، او پریکړه یې وکړه چې د انقرې په ناسته کې دې پایلي ته رسیدو لپاره د سولې پر پلان کار وکړي.”
د انتقالي حکومت د رامینځته کولو پلان سره غني او نورو کلیدي لوبغاړو ته د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلینکن د لیک وروسته، داسې بریښي چې غني د سولې خبرو لپاره یو متحد پلان د رامینځته کولو لپاره د سیاسي شخصیتونو د راټولولو لپاره کار کوي.
جمعه خان همدرد ته نزدی کس، فیض الله صافی وویل:“په عمومي ډول غونډه یوه مشورتي ناسته وه، چې ټول مهم سیاسي مسایل پکې شامل و. دا کومه د ځانګړې پریکړی ناسته نه وه، دا د ملي اجماع د رامینځته کولو لپاره یوازې یوه مشوره وه. ”
ارګ په عین حال کې وویل چې په افغانستان کې د سولې په اړه مشورتي ناستې به دوام ولري. هیره دی نه وی چی د مخکیني ولسمشر حامد کرزی په ګډون ځینو مهمو اشخاصو حضور نه درلود