د تاجکستان د ولسمشرۍ ماڼی دفتر په یوه بیان کې ویلي چې افغانستان او تاجیکستان د دوشنبې په ورځ د تاجکستان پلازمېنې دوشنبه ته د ولسمشر محمد اشرف غني د سفر په لړ کې د همکاریو یو تړون لاسلیک کړ.
د بیان په وینا، یاد تړون د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی او د تاجکستان ولسمشر امام علی رحمان ترمنځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې لاسلیک شو.
ولسمشر غنی په دوشنبه کی دی تر څو دوه ورځني آسیا-استانبول نهمه ناسته کې ګډون وکړی.
تمه کیږي چې د شاوخوا ۵۰ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران او استازي به په کنفرانس کې ګډون وکړي، چیرته چې به په افغانستان کې د سولې او پرمختګ لپاره د سیمه ایزې اجماع د پیاوړتیا پر لارو بحث وشي.
د تاجکستان ولسمشري دفتر وویل چې لاندې سندونه د دواړو مشرانو ترمینځ لاسلیک شوي:
د سیاسي، امنیت، سوداګرۍ، ترانزیت، انرژي، او فرهنګي همکاریو پر بنسټ د تاجیکستان جمهوریت او د افغانستان اسلامي جمهوریت ترمنځ د عملي اقداماتو پروګرام.
د افغانستان او تاجیکستان د کورنیو چارو وزارتونو تر منځ د همکارۍ تړون د پلي کیدو لپاره کاري پلان کوم چی به
په ۲۰۲۱-۲۰۲۲ کال کې د تروریزم، نړیوال او تنظیم شوي جرمونو، د مخدره توکو قاچاق او نورو جرمونو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې کار کوی.
د ژبو او اصطلاحاتو کمیتې ترمنځ د تاجیکستان د حکومت او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د علومو اکاډمۍ ترمنځ د ژبې او اصطلاحاتو په برخه کې د همکارۍ هوکړه لیک؛
د تاجيکستان جمهوريت د محاسبې او د افغانستان اسلامی جمهوريت د عالي پلټنې دفتر ترمينځ په عامه سکتور کې د تفتيش په ساحه کې د همکارۍ په هکله تفاهم؛
د تاجیکستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق او د افغانستان د صنایعو او کانونو اطاقونو تر منځ د تاجکستان-افغانستان د سوداګرۍ شورا تاسیس کولو هوکړه لیک.
د همکاریو د نوي تړونونو د لاسلیک مراسمو وروسته، دواړو ولسمشرانو په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وینا وکړه او د دوی د ناستې پایلو یې وستایله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here