غني: افغانستان د بهرنیو ځواکونه وتلو لپاره چمتو دي

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغانستان په هېواد کې د دوی له ۲۰ کلن حضور وروسته، د بهرنیو ځواکونو وتلو ته بشپړ چمتووالی لري.
ولسمشر غني د یکشنبې په ورځ د ولسمشرۍ ماڼی په یوه امنیتي غونډه کې وویل، په لسیزو کې په لومړي ځل د سولې لپاره ریښتینی فرصت رامینځته شو.
هغه وویل چې امنیتي ځواکونه د خپل هیواد او د افغانستان د حاکمیت دفاع ته چمتو دي.
ولسمشر وویل، طالبان د جګړې د دوام لپاره هیڅ ډول دیني جواز نه لري، او د هغوی جګړه د نړۍ په کچه د مسلمانو عالمانو لخوا په کلکه غندل شوي ده.
غني د سولې خبرو اترو ته دوام ورکولو لپاره د خپل حکومت اراده بیا تازه کړه او له طالبانو یې وغوښتل چې خپله کلکه اراده څرګنده کړي.
“اوس د پاکستان وخت دی چې له افغانستان سره د دوستۍ یا دښمنۍ په هکله پریکړه وکړي. که زموږ هېواد نا امنه وي، پاکستان به هم نا امنی ولري. ”
ولسمشر ټینګار وکړ چې ګاونډی باید له افغانستان سره د دوستۍ او دښمنۍ تر مینځ انتخاب وکړي.
هغه وویل د دوستۍ په صورت کې، افغانستان له پاکستان سره همکارۍ ته لیواله دی. په دې توګه، هغه هیله څرګنده کړه چی د سیمې د هوساینې لپاره به لاره هواره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here