Imran Khan PTI

پاکستان په ګاونډي هیواد افغانستان کې شخړې ته د سیاسي جوړ جاری موندلو لپاره د بایډن ادارې د هڅو هرکلی کوي.
د چهارشنبه په ورځ په اسلام اباد کې د ملي امنیت په پار خبرو ته د وینا پر مهال، لومړي وزیر عمران خان ادعا وکړه چې پاکستان په افغانستان کې د متحده ایالاتو تر مشرۍ لاندې د سولې پروسې د ودې لپاره تر خپل حده کار کړی دی.
هغه وویل چې پاکستان په یوه سوله ایز افغانستان کې ترټولو لوړ مقام او فایده لري او د سیاسي جوړجاړي لپاره یی د دوامداره مرستو ژمنې وکړه. هغه وویل: “په افغانستان کې سوله د سیمې د ارتباطي ظرفیت خلاصولو کلي ده.”
خان زیاته کړه: “د بایډن ادارې هم ومنله چې [افغان] جګړه شل کاله نه روانه ده او باید نوره اوږده نشي.”
همدارنګه د چهارشنبه په ورځ، د متحده ایالاتو ولسمشر وویل چې د هغه اداري ته به ګرانه یی چې د مئ میاشت د لومړۍ نیټې پورې له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي، لکه څنګه چې د طالبانو سره د تیر کال سولې په تړون کې ویل شوي.
د تړون په اړه، بایډن له ای بی سی (ABC) چینل سره په یوه مرکه کې وویل: “دا دومره قوي معامله نه وه چې پخواني ولسمشر پرې کار کړي.”
لومړي وزیر عمران خان په خپله وینا کې وویل چې د پاکستان امنیت او اقتصادي پرمختګ مستقیما د افغانستان له سولې سره تړاو لري.
هغه وویل چې د افغانستان د سولې پروسې او د سیاسي روغې جوړې هڅې له ګواښ او ننګونو سره مخ وی. هغه زیاته کړه: “هیڅ څوک د دې اټکل نشی کولی چې په داسې یو هیواد کې چې د ۲۰ کلونو څخه د کورنۍ جګړې په څیر وضعیت سره مخ دی، څومره مشکله دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here