abdullah Abdullah - Pak Afghan Youth Forum PAYF

د ملي پخلاینې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د کوچني اختر په ورځو کې د طالبانو لخوا د لنډمهاله اوربند اعلان هرکلی وکړ او ویې ویل دا دایمي حل نه دی۔
هغه زیاته کړه: “موږ باور لرو چې په هیواد کې د اوسني کړکیچ حل د خبرو ګړندۍ کول، د دایمي اوربند اعلان او په دایمي ډول جګړه پای ته رسول دي”۔
د دوشنبه په ورځ په یوه خپره شوې اعلامیه کې عبدالله وویل: “د اختر اوربند به د خلکو لپاره د لنډې آرامۍ زمینه برابره کړي، “خو د هیواد د ستونزې اساسي او دایمي حل نه دی”۔
عبدالله زیاته کړه: “د افغانستان بحران هیڅ نظامي حل نلري. د تیرو کلونو تجربې ښایی چې د تاو تریخوالي او وژنو عمل نه یوازې د حل لاره نده، بلکې د بحران او شخړې ژورتیا هم زیاتوي”۔
همداراز عبدالله پر طالبانو غږ وکړ چې د سولې خبرې دې بیا پیل کړي۔
هغه وویل: “له فرصت څخه په استفادې، موږ یوځل بیا په طالبانو غږ کوو چې مزاکراتو ته دوام ورکړي. دایمي اوربند وکړي، دښمنی او وینه تویدل بند کړی او د ټولو خواو لپاره یوه هراړخیزه، عادلانه، با وقار او منل شوې سیاسي حل ومومي”۔

طالبانو اوربند اعلان کړ

طالبانو د دوشنبې په ورځ وویل چې د اختر په جریان کې یی په افغانستان کې درې ورځنی اوربند اعلان کړ۔
طالبانو په تیرو وختونو کې هم د اختر په مناسبت په ټول هیواد کې اوربند اعلان کړی، خو د لمانځغونډو نه پس یی بیا سمدلاسه جګړه پیل کړی۔

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here