د ملي پخلاینې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د پنجشنبې په ورځ د وسله والو طالبانو پرضد خبرې وکړې او د هغه په وینا طالبانو د سولې د اوسنیو خبرو په تړاو سخت دریځ غوره کړی دی.
د ملی پخلاینې د سوری لاندې سیاسي ګوندونو لپاره د کمیسیون د رامینځته کیدو غونډې ته په خطاب کې عبدالله وویل: “په دې وخت کې طالبانو سخت دریځ خپل کړی چې بدبختانه له دې وضعیت سره مرسته نه کوي.”
هغه وویل: “زموږ پلاوی لا هم په دوحه کې دی او موږ په تماس کې یو او هیله لرو چې دا ستونزه یوازې لنډمهاله وي.”
عبدالله وویل: “موږ پوهیږو چې هیڅوک به د جګړې له لارې جنګ کی بریالی نشی.” هغه زیاته کړه چې همداسې سولې ته هم اړتیا ده او هیڅوک نه غواری سوله له لاسه ورکړي.”
“پدې وخت کې د طالبانو دریځ خورا سخت دی او دا زموږ اصلی مقصد چی سوله ده- پرمخ نه وړی. دوی وايي چې بندیان باید خوشې شي، بهرنيان باید ووځی، دوی باید د ملګرو ملتونو له تور لیست څخه وایستل شي. عبدالله زیاته کړه چې طالبان نور شرایط هم لری مخکې له دې چې اوربند ومني.
په دې اړه چې ایا طالبان د متحده ایالاتو سره د تیرکال په فبرورۍ کې لاسلیک شوي تړون کی خپلو ژمنې ته ژمن دي، عبدالله وویل چې یو شرط یې د تاوتریخوالي کمول وه چی عملی شوي نه دي.
“د تړون یوه بنسټ د تاوتریخوالي کمول دي. ایا دا پیښ شوي؟ البته نه، “عبدالله.
حنیف اتمر او افغان سولی پروسه
په همدې حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر هم د پنجشنبې په ورځ د سولې د پروسې د ځنډیدو مسله وڅیړله او په نړیواله ټولنه یې غږ وکړ چې په شته قانوني انتخابونه دې له سره غور وکړي چې طالبان د دوحه تړون مطابق خپلو ژمنو ته غاړه کیږدي.
اتمر په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل: زموږ ټولو نړیوالو همکارانو ټینګار وکړ چې طالبان باید سولې پروسې ته راستانه شی او بیرته دی خبری پیل کړي که دوی غواړي نړیواله ټولنه دې د سولې په پروسه باور وکړي ، نو دوی باید د دوحې په تړون کې شوې ژمنو ته غاړه کیږدي. ”
اتمر دا هم وویل چې د بایډن نوې اداره له افغانستان سره د سولې پروسې په اړه په ګډ پروګرام کار کوي.