Pak Afghan Youth Forum PAYF

شل کلن اشغال

د ۲۰۰۱ زیږدیز کال د اکټوبر میاشتې په ۷مه نیټه، امریکا او ورسره مل هیوادونو په افغانستان نظامي برید وکړ او د طالبانو ۵ کلن حکومت یې وپرځوه. د امریکايي یرغل موخه د القاعده ډلې مشران او پټنځایونه له منځه وړل و، چې د امریکا په وینا د سپټمبر ۱۱مې بریدونه یې طراحي کړي وو۔

د ۲۰۰۱ کال څخه بیا تر د ۲۰۲۱ کال د اګسټ تر میاشتې پورې افغانستان د امریکا تر نظامي اشغال لاندې و. په یادو ۲۰ کلونو کې د ۵۱ هیوادونو تر ۱۴۰ زره پورې پوځیان افغانستان ته د امنیټ ټینګولو او بیارغونې په نامه راغلي دي۔

د تیر حکومت سقوط

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې په ۱۵مه نیټه وروسته له هغه چې پخواني ولسمشر اشرف غني په پټه هیواد پریښود، ماښام مهال طالب جنګیالي ولسمشرۍ ماڼۍ ته ننوتل او پدې توګه د افغانستان د نورو ولایتونو په څیر پلازمینه کابل هم د طالبانو په ولکه کې ورغی. طالبانو نږدې ټول ولایتونه له مقاومت پرته یا تر کم مقاومت وروسته ونیول۔

یواځې پنجشیر کې د شمالي ټلوالي د یوه مشر احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود او د ولسمشرۍ پخواني مرستیال امرالله صالح تر مشرۍ لاندې مقاومت اعلان شو. طالبانو له دوه اونیو مقاومت وروسته اعلان وکړ چې پنجشیر یې هم په بشپړه توګه نیولی دی او په ټول افغانستان ولکه لري۔

نوی حکومت

د روان زیږدیز کال د سپټمبر په ۷مه نیټه د پلازمینې کابل له نیول کیدلو ۲۲ ورځې وروسته طالبانو د اسلامي امارت کابینه اعلان کړله چې ټول غړي یې طالب مشران او جنګي قوماندانان وو. په کابینه کې ډیر غړي هغه طالب مشران دي چې نومونه یې د ملګرو ملتونو په تور لیست کې دي۔

د سپټمبر په ۲۱مه د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د کابینې یو شمیر پاتې غړي او د وزارتونو مرستیالان اعلان کړل چې د هزاره قوم یو تن مرستیال وزیر هم پکې و. د طالبانو په کابینه کې تراوسه هیڅ ښځینه غړې نشته ده۔

ملا هبت الله اخندزاده د طالبانو د نوي حکومت امیرالمؤمنین او د طالبانو اسلامي تحریک مؤسس غړی ملا محمد حسن اخند یې د کابینې مشر یا رئیس الوزرا دی، چې درې مرستیالان لري۔

ټولنیز او اقتصادي وضعیت

تیرو دوه لسیزو کې افغان حکومت ترډیره په بهرنیو مرستو متکي و. تردې چې د حکومت د کلنۍ بودیجې له نیمايي ډیره برخه د بهرنیو مرستو پرمټ تمویل کیدله۔

اګسټ میاشت کې د طالبانو له لوري د افغانستان د بیا نیول کیدلو څخه وروسته سمدلاسه نړیوالې مرستې په ټپه ودریدلې او لویو تمویلوونکو ادارو لکه نړیوال بانک په افغانستان د پروژو تمویل وځنډوه۔

لدې سره، امریکا د افغانستان شاوخوا ۹.۴ بیلیونه ډالر شتمنۍ کنګل کړي، چې د هیواد اقتصاد ته یې لویه ضربه رسولې ده۔

په ورته وخت کې مالي ادارې او بانکونه له ګڼ شمیر محدودیتونو سره مخ دي او د ډالرو په وړاندې افغانۍ پیسو خپل ارزښت ډیر له لاسه ورکړی او په پایله کې یې د خوراکي توکو ارزښت په بې ساري ډول لوړ شوی دی۔

د ملګرو ملتونو د پرمختیايي ادارې د احصاییو له مخې کیدای شي د راتلونکي کال ترنیمايي پورې د ۹۷ فیصده څخه ډیرو افغانانو ژوند د فقر تر کرښې لاندې شي. همدارنګه، د ملګرو ملتونو د خوراکي پرواګرام وروستۍ څیړنې ښيي چې ۳ افغانانو کې یو تن یې (شاوخوا ۱۴ میلیونه) له لوږې سره مخ دي او ۹۷ سلنه افغانانو په سپټمبر میاشت کې کافي خوړو ته لاسرسی نه درلود۔

سلګونه زره افغانانو دندې له لاسه ورکړي، تجارتونه تر ډیره زیانمن شوي او بانکي سکتور له نسکوریدلو سره مخامخ دی. دا او نور عوامل د دې لامل شوي چې د نفوس لویه برخه له شدید انساني ناورین سره مخ شي، چې مخنیوی یې له نړیوالو مرستو پرته ممکن نه بریښي۔
د انساني ناورین سربیره، ګڼ شمیر ولایتونه سږکال له وچکالۍ سره مخ دي چې د لوږې او فقر په وړاندې له نورو سیمو څخه ډیر زیانمنونکي دي۔

د ژمي موسم په رارسیدلو به دا وضعیت لا پیچلی او خراب شي۔

قانوني مشروعیت

د افغانستان د اساسي قانون له مخې، ټاکنې د حکومت د مشروعیت اساسي سرچینه ده. د طالبانو بیاځلې واک ته رسیدل تر ډیره حده د جګړې په پایله کې و. که څه هم د طالبانو د حکومت په وړاندې د هیواد په کچه فعال مقاومت نشته، د ټولو افغانانو رضایت، اطمینان او حکومت کې له طالبانو پرته د نورو افغانانو شریکول لویې پوښتنې دي چې تراوسه حل شوې ندي۔

داسې ښکاري چې طالبان په اوس وخت کې د کور دننه د اعتماد فضا رامنځ ته کولو او ټولو خواوو او وګړو ته د ډاډ ورکولو په ځای نړیوال رسمیت او قانونیت ته ډیر پام کوي۔

که څه هم د اسلامي امارت د عدلیې وزارت په وروستیو کې ویلي چې د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د وخت قانون تطبیق کوي، خو لا ښکاره نده چې د سیاسي حزبونو د فعالیت او نورو سیاسي ازادیو په اړه د طالبانو رسمي موقف څه دی۔

نړیوال غبرګون

نړیوالو که څه هم تراوسه د طالبانو د حکومت په اړه رسمي موقف ندی اعلان کړی، داسې څرګندونې شته چې په رسمیت پیژندلو لپاره طالبان کم له کمه باید د ښځو په ګډون ټول شموله حکومت رامنځ ته کړي او د بشر او ښځو حقونو ته درناوی وکړي۔

اروپايي اتحادیې، ګاونډیو او د نړۍ یو شمیر هیوادونو ټینګار کړی دی چې طالبانو سره له تعامل پرته (که حکومت په رسمیت ونه پیژندل شي) هم باید په افغانستان کې د انساني ناورین له پراخیدو او شدید کیدلو څخه د مخنیوي لپاره افغانانو سره نړیوالې مرستې دوام وکړي۔

د اکټوبر په ۱۲مه، د جي ۲۰  هیوادونو په اضطراري ناسته کې اروپايي اتحادیې د افغانستان لپاره ۷۰۰ میلیونه یورو نوې مرسته اعلان کړله چې د پخوانۍ مرستې په ګډون د مرستې ټول شمیر ۱ بلیون یورو ته رسیږي. پدې سره اروپايي اتحادیه افغانستان کې د بشري ناورین په وړاندې د مبارزې په برخه کې د مالي مرسته کوونکو په سر کې راځي۔

د یادولو ده چې اروپایي اتحادیه نوموړې مرستې د نړیوالو ادارو او ګاونډیو هیوادونو له لارې مصرفوي۔

د دې ترڅنګ، تراوسه قطر، ترکیې، عربي متحده اماراتو، پاکستان او ایران افغانستان ته خوراکي توکي، دوا او نور اړین توکي لیږلي دي۔

افغانستان او سیمه کې امنیت

افغانستان کې که څه هم د طالبانو له حکومت وروسته نسبي امنیت ټینګ شوی او روانه جګړه پای ته رسیدلې، د داعش ډلې خطر په خپل ځای او د ودې احتمال یې شته دی. که څه هم طالبان، داعش ډله د افغانستان د امنیت لپاره ګواښ نه بولي، امنیتي شنونکي پدې باور دي چې داعش کولی شي په اوږدمهال کې د طالبانو حکومت لپاره سرخوږی جوړ کړي۔

لدې سره، په پاکستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک کیدای شي د افغان طالبانو وروستیو لاس ته راوړنو څخه په الهام پ۔

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here