طالبان او امریکا د جولای په میاشت کې د بشپړ وتلو په اړه خبری کوی: سرچینې -Pak Afghan Youth Forum

سرچینې وایی چې امریکایان او طالبان د جولای په پیل کې د وتلو د پروسې د پای په احتمال بحث کوي۔
سرچینې همدا راز وایی چې طالبان به بیرته خبرو ته کینی، د ترکیې په کنفرانس کې به ګډون وکړي او که موافقه وشي نو تاوتریخوالی به راکم کړي۔
متحده ایالاتو پدې اونۍ کې له افغانستان څخه د ځواکونو ایستل پیل کړي، او د ولسمشر جو بایډن د پریکړې پراساس، دا پروسه به د سپټمبر تر ۱۱می پورې بشپړه شی. د دوحې د موافقې له مخې، متحده ایالاتو باید د می تر لومړۍ نیټې ځواکونه ایستلی وی۔
طالبان د ځواکونو وتلو نیټه ځنډول د دوحه تړون سرغړونه بولی۔
د طالبانو پخواني قوماندان، سید اکبر اغا وویل: “متحده ایالاتو د ځان لپاره نیټه ټاکلې ده او امکان لري چې طالبان به ورسره موافق نه وي لیکن په مینځ کې به په یوه وروستۍ نیټه موافقه وشی”۔
د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دوشنبې په ورځ کابل ته ورسید او د سرچینو په وینا، هغه په ​​پام کې لري د خپل سیمه ییز سفر او د استانبول په راتلونکي کنفرانس کې له افغان چارواکو سره د سولې د پروسې اړوند نورو موضوعاتو په اړه وغږیږي۔
خلیلزاد روانه اونۍ په ازبکستان کې له مارشال عبدالرشید دوستم سره وکتل. هغه د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر عبدالعزیز کامیلوف سره هم وکتل او د افغانستان د سولې په پروسه یې خبرې وکړې۔
د دوستم ویاند احسان نایرو وویل، “د سولې پروسې، استانبول کنفرانس او ​​همدارنګه سیاسي اجماع په اړه بحثونه وشول”۔

سرور دانش غبرګون

د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د دوشنبې په ورځ په یوه غونډه کې طالبان یوه سرغړونکې او مفروره ډله وبلله چې د واک لپاره تږي ده۔
دانش وویل: ” ځکه چی طالبان له سولې څخه مخ اړوی، یوه غلونکې ډله ګڼل کیږي. دا ځکه چې د قرانکریم د یو آیت پر اساس که کومه ډله د سولې له غوښتنې سرغړونه وکړي، نو دا تاوتریخوالی او مفرور ګڼل کیږي”۔

خلیلزاد تیره اونۍ قطر ته د خپل سفر پر مهال په دوحه کې د سولې له مذاکره کونکو سره هم وکتل۔
د افغان حکومت مزاکراتي ټیم غړی غلام فاروق مجروح وویل: “د ترکیې راتلونکی کنفرانس د ترسره کیدو هڅو ته ښه راغلاست وویل شو. او د متحده ایالاتو سفیر ډاډ ورکړ چی هیواد به یی د افغان حکومت او خلکو  ملاتړ کوی”۔
د استانبول کنفرانس دوه ځله وځنډول شو ځکه چې طالبانو د ګډون انکار وکړ. تمه کیږي چې دا به د دې میاشتې په وروستیو کې ترسره شي۔

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here