د چهارشنبه په ورځ طالبانو د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو غوښتي چې په خپلو هیوادونو کی د امریکې متحده ایالاتو ته اجازه ورنکړي چې نظامي اډې رامینځته کړي او ویلي یې دي چې دا ډول اقدام وشی او امریکا اډې جوړی کړی نو دا به یوه ستره او تاریخي خطا او رسوایی وي۔
د دوحه میشته طالبانو ویاند، محمد نعیم د یوه بیان په وینا چې: “د افغانستان مسلمان او مجاهدین ملت به د دا ډول وحشي او اشتباه کونکو عملونو دمخه چوپ پاتې نشي. بلکه، دوی به خپل مذهبي او تاریخي مسؤلیتونه په هماغه ډول سرته ورسوي لکه څنګه چې د تاریخ په اوږدو کې ترسره کړې دی”۔
“لکه څنګه چې موږ په تکرار سره نورو ته ډاډ ورکړو چې زموږ خاوره به د نورو د امنیت په ضد ونه کارول شي، موږ په ورته ډول نورو څخه هم غوښتنه کوو چې خپله خاوره او هوا زموږ د هیواد پر ضد ونه کاروي. که چیرې داسې کوم ګام پورته شي، نو د ټولو بدبختیو او مشکلاتو مسؤلیت د هغو کسانو په غاړه دی چې دا ډول غلطۍ کوي”۔
دا راپورونه په داسې حال کې خپرېږي چې په روانه اوونۍ کې راپورونه خپاره شول چې امریکا د افغانستان له پولې څخه ۸ کیلومتره وړاندې په پاکستان کې یوه پوځي اډه جوړوی۔
لیکن، پاکستان د سه شنبې په ورځ دا ادعاوې رد کړې او وویل چې “پدې حساب هر ډول اټکلونه بې اساسه او غیر مسؤل دي او باید مخنیوی یې وشي”۔
دا راپورونه وروسته له هغه راپورته کیږي چې د هند-پسیفک چارو لپاره د دفاع وزیر معاون ډیویډ ایف هیلوي تیره اونۍ د متحده ایالاتو د سنا د وسله والو خدماتو کمیټې ته وویل چې متحده ایالات به له پاکستان سره خپلې خبرې جاري وساتي ځکه چې دا په افغانستان کې د سولې په راوستو کې مهم رول لري۔
“پاکستان په افغانستان کې مهم رول لوبولی دی. دوی د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ وکړ. پاکستان همدا رنګه موږ ته اجازه راکړ چې په افغانستان کې د خپل نظامي حضور ملاتړ کولو لپاره د پاکستان هوايی حریم ته لاسرسی ولرو۔
هغه زیاته کړه: “موږ به له پاکستان سره خپلو خبرو ته دوام ورکړو ځکه چې د دوی ملاتړ او مرسته د افغانستان په راتلونکي کې او په افغانستان کې د سولې لپاره مهمه ده”۔
په ورته وخت کې سرچینو د دوشنبې په ورځ آریانا نیوز ته وویل چې د متحده ایالاتو ځواکونو د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د یوې لویې نظامي هډې جوړول پیل کړي دي۔
د سرچینو په وینا، دا اډه د پاکستان په قبایلي سیمه کې د شازان کرم ایجنسۍ په سیمه کې – د ځاځي اریوب په ولسوالۍ کې چې د افغانستان پکتیا ولایت سره پوله لري جوړیږي۔
د پکتیا د ولایتي شورا غړو آریانا نیوز ته وویل چې دغه اډه د ډیورنډ کرښه په اوږدو کی په پاکستان کې ۸ کیلومتره دننه روانه ده او “هره ورځ د هوا او ځمکې له لارې اکمالات کیږي”۔
لیکن،په افغانستان کې د متحده ایالاتو ځواکونو ویاند ډګروال سوني لیګټ، دغه راپورونه رد کړل۔