په داسې حال کې چې بهرنی ځواکونه د افغانستان څخه وځی، بل اړخ ته د افغان ژباړونکو د امنیت په اړه اندیښنې ژورې کیږي ځکه چې دوی د متحده ایالاتو او ناټو ځواکونو سره د ۲۰ کلونو په جریان کی کار کړی. لیکن، طالبانو د دوشنبې په ورځ یو بیان خپور کړ چې ویلی یی دی چی افغان ژباړونکی دی له افغانستان څخه نه وځي۔
په یوه خپره شوې اعلامیه کې، طالبانو ویلي چې “دوی ته بلنه ورکوي چې عادي ژوند ته راشي او خپل هیواد ته خدمت وکړي. موږ هغوی ته کوم ګواښ نه پېښ کوو”۔
دې ډلې ویلي چې له ژباړونکو څخه غواري چې “د خپل تېر په اړه خپل خفګان څرګند کړي او په راتلونکي کې داسې لاره ونه نیسي، کومه لاره چې د اسلام او هیواد په وړاندې خیانت ګڼل کیږي”۔
“کله چې دوی مستقیم زموږ د دښمن په لیکه کې ولاړ وه، دوی موږ خپل دښمنان ګڼل. خو کله چې دوی د دښمن له لیکو ووتل او غواړي چې په خپل هیواد کې د یو عادي افغان په توګه ژوند وکړي، دوی به کومه ستونزه ونه لري او دوی باید ویره ونکړي”۔
د دوی په بیان کې راغلي: “او په خپل هیواد کې دی ارام ژوند ته دوام ورکړئ، او که څوک د هغه ژوند ته ګواښ پیښوی او بهر ته د تلو لپاره جعلي قضیه جوړوی، دا د هغو ستونزه ده نه د اسلامي امارت د مجاهدینو ستونزه”۔
متحده ایالاتو ویلي چې دوی به د SIV پروسه ګړندي کړي د هغه چا لپاره چې له دوی سره کار کوي۔
د پنجشنبې په ورځ، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وویل چې امریکا ترجمانانو ته “ځانګړی ژمنتیا او ځانګړی مسؤلیت” لري۔
د متحده ایالاتو د یوه چارواکي په وینا، د بهرنیو چارو وزارت په واشنګټن او کابل کې کارمندان اضافه کوي ترڅو د دی ستونزو سره حل باندی کار وکړي او له کانګرس څخه یې د نورو ویزو لپاره د تمویل اختیار ورکولو غوښتنه کړې۔
د ۱۸۰۰۰ SIV غوښتونکي شاوخوا ۵۰۰۰۰ میرمنې او ۲۱ کلن عمر لرونکي ماشومان لري چې کولی شي ورسره ولاړ شی۔
د واشنګټن پوسټ د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ چې له ۲۰۱۴ راهیسې لږترلږه ۳۰۰ ترجمانان یا د دوی د کورنۍ غړي وژل شوي دي۔

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here