طالبانو تایید کړې چې دوی تاوتریخوالي کی د کمښت ۹۰ ورځني پلان له متحده ایالاتو سره شریکه کړی، خو ویلي یې دي چې تر دې دمه په دې پلان کې کومه بشپړه موافقه نه ده شوې.
د طالبانو ویاند، محمد نعیم وردګ طلوع نیوز ته وویل چې د تاوتریخوالي کمول به د اوربند معنی ونه لري، خو دا به په افغانستان کې د دې ډلې لخوا په ټولو عملیاتو کې د کمښت لامل شي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ولسمشر اشرف غني ته په خپل لیک کې دې پلان ته اشاره کړې او ټینګار یې کړی چې دا به طالبان د پسرلني برید د اعلانولو مخه ونیسي.
خو د طالبانو ویاند، محمد نعیم وویل چې دا پلان د دسمبر په میاشت کې د طالبانو لخوا وړاندیز شوی وه او تر دې دمه موافقه پری نه ده شوې.
نعیم د دوشنبې په ورځ وویل: “موږ په دسمبر کې یوه طرحه وړاندیز کړه چې به پکې ټول عملیات کم شی، خو تر دې دمه وروستۍ موافقه پری نه ده شوې.”
د پوهنتون استاد فیض ځلاند وویل: “ټول شرایط به په راتلونکو ۹۰ ورځو کې پلي شي. پدې کې به د تاوتریخوالي کمول او په ولسوالیو باندی د لویو حملو مخنیوی شامل وي.”
امريکایي دفاع وزیر سفر کابل ته
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا دفاع وزیر لیوډ آسټین د پنټاګون د مشر په توګه افغانستان ته په خپل لومړي سفر کې کابل ته په نا اعلان شوی سفر راغلو چې په ترڅ کې یی له ولسمشر محمد اشرف غني سره وکتل او په هیواد کې یې د تاوتریخوالي د لوړې کچې په اړه اندیښنه څرګنده کړه.
د ولسمشر ویاند دوا خان مینه پال وویل: “دواړو لورو د لوړې کچې تاوتریخوالي په اړه اندیښنه څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان یوازینۍ حل د تلپاتې سولې دی.”
آسټین وویل چې هغه په کابل کې د “اوریدلو او زده کړې” لپاره او په هیواد کې د امریکايي ځواکونو د راتلونکي په بیاکتنه کې د “برخه اخیستنې” لپاره لیدنه وکړه.
بایډن تیره اونۍ د ای بی سی نیوز سره په مرکه کې وویل چې د متحده ایالاتو لپاره به سخته وي چې د می لومړۍ نیټې پوری له افغانستان څخه خپل ځواکونو وباسی.
د نړیوال چارو کارپوه وحید فقیري وویل: “هغه دا پیغام راوړ چې متحده ایالاتو پدې برخه کې خپله وروستۍ پریکړه کړې.” “زه فکر کوم د امریکایانو لپاره به په افغانستان کې د پاتې کیدو ډیر چانس نه وي.”
د دوحی تړون پر اساس، امریکا ژمنه کړې چې د می تر لومړی نیټي پورې به خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي. طالبانو همداراز ویلي دي چې امریکا باید د تړون دې برخې ته په خپلو ژمنو کی عمل وکړي.