د افغانستان د پخلاینې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني د دوشنبه په ماښام دوحه کې د طالبانو له مذاکره کونکو او د دوی له مرستیال عبدالغني برادر سره وکتل.
دا ناسته د خلیلزاد د کابل او اسلام اباد سفرونه نه وروسته ترسره شوه. په کابل کې، د متحده ایالاتو استازي د افغانستان د سولې لپاره وړاندیز شوې طرحه د افغانستان له سیاسي مشرانو سره شریکه کړه.
په دوحه کې د طالبانو ویاند، محمد نعیم وویل: “د دوحی هوکړه لیک پلي کول، د افغانستان اوسنی وضعیت او د افغانستان د خبرو اترو روان بهیر” باندی په دې ناسته کې خبرې وشوې.
په کابل کې د افغانستان سیاسي مشرانو د یکشنبې په ورځ د افغانستان د سولې په اړه د راتلونکو دوه کنفرانسونو په اړه خبرې وکړې.
د افغانستان د جمهوري ریاست او طالبانو ځینې مذاکره کونکي لاهم په دوحه کې دي او خپلو غونډو ته دوام ورکوي. لیکن، د شنونکو په وینا پدې غونډو کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی.
د جمهوریت غوښتونکو ډلی غړي غلام فاروق مجروح د یکشنبې په ورځ وویل: “د خبرو په حق کې چلند د تیر په پرتله ښه دی.” “موږ به د ښو پایلو ترلاسه کولو
لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړو.”

افغانستان راتلونکی په اړه اندېښنی

اندیښنې د هیواد راتلونکي په اړه مخ په ډیریدو دي، په سیاسي او امنیتی محاذ کی. ځکه چی د مئ میاشت لومړۍ نیټه کومه چي د متحده ایالاتو او بهرني ځواکونو د وتلو نيټه ده او د متحده ایالاتو-طالبانو موافقه کې یی غوښتنه شوې- نږدې کیږي.
د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې قوماندان، جنرال کینیت مک کینزي وویل چې په افغانستان کې به جګړه ګړندي شی او وسله وال طالبان به لوی ښارونه ګواښ کړي که چیرې د بایډن ادارې ډیپلوماټیک اقدام ونه کړي ترڅو په راتلونکو دوو میاشتو کې شل کلن جنجال پای ته ورسوي.
د لاس انجلس ټایمز په حواله، د متحده ایالاتو جنرال وویل: “که موږ له افغانستان څخه ووځو او له طالبانو سره کومه معامله ونه شوه، زه فکر کوم چې د افغانستان حکومت به د ښارونو د نیولو لپاره په کلکه مبارزی کولو ته اړتیا ولری.”
په ورته وخت کې، د رویټرز په حواله، په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفیر جاوید احمد وویل: “د افغانستان د سولې خبرې باید نورو ځایونو ته وګرځول شي، او په قطر یی پړه اچولې چې پر طالبان د تاوتریخوالي کمولو لپاره کافي فشار نه اچوي.”
هغه وویل چې د سولې خبرې باید په یو ټاکلي ځای کې ترسره نه شي، بلکه په اروپا، آسیا، مینځني ختیځ یا پخپله افغانستان کې هم ترسره شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here