د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د جمعې په ورځ د یوه ورځني سفر لپاره اسلام اباد ته راځي.
د لیدنو په جریان کې به کابلوف د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې وکړي او د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي او نورو شخصیتونو سره به د افغانستان د سولې په پروسه کې د وروستي پرمختګونو په اړه د نظر تبادلې لپاره لیدل وکړي.
په بيان کې راغلی چې دغه لیدنه د افغانستان د سولې له پروسې څخه د ملاتړ لپاره د پاکستان د دیپلوماتیکو همکاریو یوه برخه ده.
په بیان کې دا هم ویل شوي چې د کابلوف لیدنو په جریان کې د افغانستان د سولې پروسې په اړه د نظر تبادلې سربیره، دغه لیدنه به د پاکستان-روسیې دوه اړخیزو همکاریو لا پیاوړتیا کې مرسته وکړي.
کابلوف پاکستان ته په داسې حال کې سفر کوي چې اسلام اباد د مسعود بنسټ رییس، احمد ولي مسعود کوربه دی.

پاکستان د احمد ولی مسعود کوربه د

د پاکستان لومړي وزیر، احمدولي مسعود ته تود هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې پاکستان او افغانستان یو بل سره د ورورولۍ اړیکې لري، چې د مشترک تاریخ او د عقیدې، کلتور او دودونو مشترکاتو ژورې ریښې لري.
د غونډې په جریان کې دواړو د افغانستان د سولې پروسې او د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو په اړه هم خبرې وکړې.
عمران خان ټینګار وکړ چې بین الافغانی مزاکراتو یو تاریخي فرصت برابر کړی چې د پراخ بنسټه او هراړخیز سیاسي جوړجاړي د لاسته راوړلو لپاره باید د افغانستان مشرتابه له خوا ترې ګټه واخیستل شي.
خان وویل، د ولي مسعود او ورسره پلاوي سفر د پاکستان د تګلارې حصه ده چې افغان مشرانو ته د دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا او د افغانستان د سولې په پروسه کې د دوه اړخیزې همکارۍ د زیاتوالي په موخه رسېدنه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here