- Pak Afghan Youth Forum PAYF د ځواکونو وتل به په افغانستان کې جګړه پای ته ونه رسوي: پیټریوس

په عراق او افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پخوانی قوماندان او د سي آی اې پخواني رییس جنرال ډیویډ پیټریوس په یوه مرکه کې ویلي چې له دغه هیواد څخه د امریکایي ځواکونو وتل به “په افغانستان کې نه ختمیدونکې جګړه پای ته ونه رسوي”۔
هغه د سه شنبې په ورځ د فرانسې ۲۴ سره په یوه مرکه کې وویل چې د ځواکونو وتل “به په جګړه کې د متحده ایالاتو او ایتلاف ښکیلتیا پای ته ورسوي”۔
د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن تیره میاشت اعلان وکړ چې په افغانستان کې به پاتې ۲۵۰۰ امریکایی سرتیري د سپټمبر تر ۱۱ مې نیټې وباسی۔
پیټریوس په دې مرکه کې وویل: “زه ویره لرم چې دوه یا درې کاله وروسته به موږ بیرته وګورو او د پاتې امریکایي سرتیرو د وتلو په پریکړې به پښیمانه یو.” د ځواکونو وتل ” په افغانستان کې نه ختمیدونکې جګړه پای ته نه رسوي؛ لیکن دی جګړه کې د امریکا او ایتلافی ځواکونو ښکیلتیا پای ته رسوي”۔

د بهرنیو ځواکونو وتل او د داعش ډلی خطرہ

د طالبانو ځواک د خطر سره سره پیټریوس په سیمه کې د داعش ډلې د بیا راپورته کیدلو احتمال هم څرګند کړ۔
د متحده ایالاتو پخواني لوړپوړي قوماندان څرګنده کړه: “زه فکر کوم چې د داعش ډلی د افغانستان-پاکستان په سیمه کې د پټنځایونو د جوړولو خطر موجود دی. دا یوه غرنۍ سرحدي سیمه ده، چیرې چې دا ډلې خپل مرکزونه لري”۔
راپورونه ښیې چې د متحده ایالاتو نظامي چارواکو د سه شنبې په ورځ شاوخوا ۶۰ الوتکې له افغانستان څخه ایستلي او د تخریب لپاره یې شاوخوا ۱۳۰۰ تجهیزات په نښه کړی دي۔
د می په ۲يمه، د متحده ایالاتو ځواکونو په هلمند ولایت واشیر ولسوالۍ کی د انتونیک نظامی کمپ افغان ځواکونو ته وسپاره۔
له افغانستان څخه د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو له پیل سره په دغه هیواد کې تاوتریخوالی ډیر شوی دی۔
د ملي دفاع وزارت وايي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې لږ تر لږه ۸۰ طالبان وژل شوي دي۔

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here