د پاکستان نړیوال هوايی شرکت (پی آی اې) په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د زیاتولو په لټه کې دی.
اوس مهال، هوایی شرمت د کابل او اسلام آباد تر منځ الوتنې چمتو کوي خو په راتلونکي کې پلان لري چې مزارشریف، هرات او کندهار ته الوتنې شروع کړی.
د پی آی اې مشر ارشد ملک وویل: “له مزارشریف، کندهار او هرات څخه راته ویل شوي چې مسافر کابل ته سفر کوي او له کابل څخه دوی بیا پاکستان ته سفر کوي، نو په کار ده چی پی آی اې دا خدمات وړاندې کړی”.
د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو چارواکو ویلي چې پی آی اې غواړي د افغانستان محصولات چین او اروپايي بازارونو ته انتقال کړي.
خان جان الکوزي وویل: “موږ له کام ایر او اریانا هوایی شرکتونو غواړو چې موږ ته کراچۍ او لاهور ته د الوتنو د ترسره کولو لارې چارې برابرې کړي”.
“د افغانستان د هوایي چلند اداره به په بازار کې د غوښتنو کچې او هغه اغیزې چې د کورونا ویرس د غوښتنو د کمولو په شرایطو کې لري، په نظر کې نیولو وروسته پریکړه وکړي.” محمد قاسم وفایی زاده، د افغانستان د هوایي چلند ادارې مشر.
اوس مهال پی آی اې په اونۍ کې درې الوتنې کابل ته کوي.
د افغانستان کام ایر هوایی شرکت هره اونۍ اسلام آباد ته څلور الوتنې ترسره کوي.
د کام ایر د سوداګرۍ رییس سلیمان عمر وویل: “موږ تمه لرو چې اړونده ادارې د خبرو اترو پرمهال په دواړو هیوادونو کې شرکتونو ته مناسبه لاسرسي چمتو کړي. هغه که پاکستاني یا افغانی شرکتونه وی -موږ د مالیې او ویزو په برخه کې اسانتیاو ته اړتیا لرو.”
د پاکستان د لوی مالیاتو لګول پر مسافرینو فشار راوړي او دې مسلې ډیری افغانان دې ته اړ کړي چې د ځمکې له سختو لارو پاکستان ته سفر وکړي.