پاکستان د افغانستان بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر ته بلنه ورکړې چې د دواړو ګاونډی هیوادونو تر منځ د اړیکو د پراختیا لپاره اسلام آباد ته سفر وکړي۔
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې دغه بلنه په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان افغان خارجه وزیر اتمر ته په تلیفوني خبرو کې ورکړه۔
په کابل کې د پاکستان سفیر په یوه ټویټ کې ویلي چې هغه د افغانستان د سولې پروسې او افغانستان-پاکستان اړیکو لا پياوړی کولو په پار حنیف اتمر سره خبری وکړی۔
هغه زیاته کړه: “دا د ویاړ ځای دی چې (د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر) له اړخه د افغانستان خارجه وزیر محمد حنیف اتمر ته بلنه ورکړم تر سو ژر تر ژره اسلام آباد ته سفر وکړی”۔
دا په داسې حال کې ده چې داسې ګنګوسې شتون لری چې پاکستان به د افغانستان سولې پروسې په اړه د یوه کنفرانس کوربه وي۔

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here