د طالبانو ویاند محمد نعیم د سه شنبې په ورځ وویل چې ملا عبدالغني برادر د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته تللی.
ویاند وویل چې دغه پلاوی به له ایراني چارواکو سره د دواړو هیوادونو د اړیکو، افغان کډوالو وضعیت او د افغانستان او سیمې اوسني سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه خبرې وکړي.
د کابل-واشنګټن په اړیکو کې نوی باب پرانستل شو
د ملا برادر سفر یوه ورځ وروسته له هغې کیږي چې ولسمشر محمد اشرف غني وویل، د کابل او واشنګټن په اړیکو کې نوی باب پرانستل شو او متحده ایالات افغانستان په اساسی ډول د یوه ملګري په توګه ګڼي.
ولسمشر غني د دوشنبې په ورځ د کابینې په غونډه کې وویل: “زموږ له اصلي ملګري متحده ایالاتو سره زموږ په اړیکو کې نوی باب پرانستل شو او دا به دوام ومومي.”
غني ټینګار وکړ چې متحده ایالات هغه هوکړه لیک له سره څیړي چې له طالبانو سره یې لاسلیک کړی او له بیاکتنې وروسته به د متحده ایالاتو حکومت له کابل سره د دغه تړون په اړه سلا مشورې کوي.
غني وویل: “له طالبانو سره د متحده ایالاتو تړون بیاکتنه به د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا لخوا ترسره شي او بیا به زموږ سره یوه اساسي مشوره وشي.”
د امریکا دریځ
د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان د جمعې په ورځ له خپل افغان سیال حمدالله محب سره د متحده ایالاتو او افغانستان په همکاریو او افغان سولی په هکله خبرې وکړې.
سلیوان ټینګار وکړ چې امریکا به د “قوي او سیمه ییزی ډیپلوماټیکې هڅې سره د سولې له پروسې ملاتړ وکړي چې موخه به یې د دواړه خواوو دوامدار او عادلانه سیاسي جوړجاړي او دایمي اوربند ترلاسه کولو کې مرسته وی.”
سلیوان د امریکا متحده ایالاتو دریځ هم روښانه کړ چې دوی به د ۲۰۲۰ کال فبروري میاشت د متحده ایالاتو-طالبانو هوکړه لیک بیاکتنه کوی، پدې کې دا هم شامل دی چې ایا طالبان په افغانستان کې تاوتریخوالي کمولو او له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کولو په اړه خپلو تعهداتو ته ژمن دي که نه.
د طالبانو دریځ
د طالبانو ویاند محمد نعیم طلوع نیوز ته وویل چې دوی دې هوکړې ته ژمن دي او دا ډله به همکاري وکړي که امریکا د بیاکتنې په واسطه د تړون په اړه معلومات راټولوي.
نعیم وویل: “موږ په هغه ژمنو ټینګ یو چې په تړون کې مو کړې دي … او په مقابل لوری هم غږ کوو چې په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.”
بین لافغانی مزاکرات چې تیرکال د سپټمبر په ۱۲ مه نیټه پیل شوي په خپلو طرزالعمل کې یې پرمختګ کړی. دوی درې هفتی وقفه واخیسته او د جنوري په شپږمه یې خپلې خبرې بیا پیل کړي. په هرصورت، د افغانستان جمهوري حکومت مرکچی غړو او د طالبانو په تیرو ۱۳ ورځو کې هیڅ ډول ناسته نه ده کړې ترڅو د خبرو اجنډا باندې بحث وکړي.
کارپوهان وايي تمه ده چې متحده ایالات به راتلونکې میاشت کې د ناټو اتحادیې د وزیرانو په ناسته کې د افغانستان د سولې پروسې او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د شتون په اړه خپل دریځ اعلان کړي