د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان په اړه د دې اونۍ مسکو کنفرانس په دوحه کې د سولې خبرو ځای نه نیسي.
د افغان حکومت او طالب استازو دغه مزاکرات د سپټمبر په میاشت کې د قطر په مرکز کې پیل شوی وه. لیکن، دواړه خواوې تر دې دمه د کوم پرمختګ لاسته راوړلو کې پاتې راغلي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ویاندې مرستیالې جلینا پورټر د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د مسکو ناسته به په دوحه کې د بین الافغانی مزاکراتو ځای ونه نیسی.
رویټرز د هغې په حواله لیکلي دي: “تر کومه چې په مسکو کې د غونډې خبره ده، د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو استازي زلمي خلیلزاد پلان لري چې د مارچ په ۱۸ دې ناستې کی ګډون لپاره سفر وکړي، لیکن دا باید روښانه شی چی دا به په دوحه کې د نورو روانو خبرو ځای نه نیسي.” .
د ملي پخلاینې عالي شورا د رییس په مشرۍ ۱۶ کسیز دولتي پلاوی به د مسکو ناسته کې ګډون وکړي.
په پلاوي کې د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني او پخوانی ولسمشر حامد کرزی، مارشال عبدالرشید دوستم، محمد کریم خلیلي، ګلبدین حکمتیار او نور چارواکی شامل دي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم وردګ پرون تایید کړه چې د طالبانو یو لس کسیز پلاوی به هم مسکو ته په دې ناسته کې د ګډون لپاره سفر وکړي.
په دغه کنفرانس کې چې د متحده ایالاتو، روسیې او چین په نوښت جوړ شوی دی، د پاکستان او قطر استازي به هم برخه واخلي.