د طالبانو مشر ملا هیبت الله د اختر تر مخه په خپل کلني پیغام کې پر متحده ایالاتو غږ وکړ چې د دوحی تړون ټول اړخونه پلي کړي۔
هیبت الله د بندیانو په خوشې کیدو ټینګار وکړ، کوم چې باید د خبرو اترو له پیل کیدو درې میاشتې وروسته خوشې کړی شوی وی. هغه زیاته کړه چې بندیان تراوسه ندی خوشې شوي۔
هغه دا غوښتنه هم وکړه چې د طالبانو رهبري او چارواکي دې له بندیزونو لیست څخه لرې شي۔
د طالبانو مشر همدارنګه متحده ایالاتو ته خبرداری ورکړ چې د دوحی تړون له مخې خپل مکلفیتونو ته درناوی وکړی او د تړون په نه پلي کیدو کې به د متحده ایالاتو ځواکونه د پایلو مسولیت په غاړه ولری۔
هیبت الله افغان حکومت هم د سولې پروسې پر سبوتاژ کولو تورن کړ. هغه وویل چې مزاکرات د طالبانو لپاره لومړیتوب دی او طالبانو له مخالف لوري سره خبرو لپاره قوي ټیم ټاکلی دی۔
برعکس، د کابل حکومت په وار وار هڅه کړې چې روانه سیاسي او د سولې پروسه سبوتاژ کړي، د طالبانو مشر د افغانستان اسلامي جمهوریت ملامت کړ۔
په افغانستان کی د جګړی شدت
د طالبانو د مشر څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې جګړې زور اخیستی او د دواړو ډلو ترمینځ سختې نښتې روانې دي۔
د نن ورځې په پیل کې، ولسمشر محمد اشرف غني طالبان د سید الشهدا (د انجونو لیسه) برید پړه وبلل چې پکې د ښوونځي ماشومانو په ګډون ګڼ شمیر ملکي وګړي مړه او ټپیان شول۔
ولسمشر غني ټینګار وکړ چې طالبان غواړي په افغانستان کې د سولې پروسه سبوتاژ کړي۔