د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د شنبه په ورځ وویل چې په ملي پخلاینې عالي شورا کې د سیاسي مشرانو پنځلس کسیزه کمېټه د امریکا لخوا وړاندیز شوي سولې پلان په اړه د هغه ارزونو پایلې تر بحث لاندی نیولي کومی ارزونې چی د سولې چارو وزارت لخوا په لار اچول شوی وی.
محب وویل: “ارزونې ترسره شوې او موږ نظرونه راټول کړل. موږ هیله لرو یوې پایلې ته ورسیږو او بیا به یې د سولې عالي شورا عالي غونډې ته وړاندیز کړو.”
په ورته وخت کې، د جمعیت اسلامي ګوند د نوې ډلې مشر عطامحمد نور پر افغان سیاسي مشرانو غږ وکړ چې د ملګرو ملتونو په مشرۍ راتلونکي کنفرانس کې د متحد دریځ او یو واحد پلان سره ګډون وکړي.
“موږ د جمعیت اسلامي له ادرس څخه پلان لرو. پلان به سبا د جمعیت اسلامي د رهبري شورا لخوا تصویب شي. “په پلان کی د جمعیت اسلامي د رهبري شورا غړو او د دې پلویانو لید منعکس شوي دي.”
نور د هغه ټیم غړی دی چې د متحده ایالاتو د سولې پلان په اړه راټول شوي نظرونو بیاکتنه کوي. هغه وویل، چې جمعیت اسلامي خپل لید او پلان د متحده ایالاتو سفیر زلمي خلیلزاد سره شریک کړی دی.
نور وویل: “ډاډه نشو ویلی چې ټولې نظریې به په یوه محور او یو پلان متمرکز وي. ځکه چې ځینې خلک مطلق مرکزي (سیستم) غواړي او ځینې نور د قدرت شریکول غواړي.”
د افغانستان د اسلامي جمهوریت په نمایندګۍ د سولې د خبرو اترو د ډلې غړی حفیظ منصور وویل چې په ترکیه کې د غونډې د اجنډا په اړه په افغانستان کې د نفوذ لرونکو ډلو ترمنځ خبرې په دوحه کې روانې دي.
“که چیرې سرغړونه وشي، دا به په ولسمشر او د هغه همکارانو باندې وي. ولې دوی ځان ته اجازه ورکوي چی هر هغهڅه چې دوی غواړي پدې حساس وخت کې ترسره کړي؟ ” هغه وپوښتل.
ځینو سیاسي مشرانو په تیرو کې په ترکیه کې راتلونکی کنفرانس په افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي لپاره مهم وباله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here