د کاراټې لوبې په پاکستانۍ میرمنو کې لا تراوسه دود ندی، لیکن دېرش کلنه هزاره انجلۍ کلثوم وايي: دغه ورزش له میرمنو سره مرسته کوي ترڅو د هغه سخت دریزۍ او افراطیت پروړاندې دفاع وکړي چې په ټولنه کې ورسره مخ دي. د کلثوم کورنۍ په پاکستان کې د تاوتریخوالي له قربانیانو څخه یوه ده. هغه وايي: له بده مرغه زما د خور ميړه چې زما روزونکې هم وه  د هدفي وژنې قرباني شوي دي.  زموږ هزاره ټولنه د انجونو وړتیاو په اړه کافي معلومات نه لري. دوی حتی زما پر خور فشار راوړ تر سو ما له دې سپورت څخه منع کړي. مګر د دې ټولو ننګونو او مشکلاتو سره سره، کلثوم د تور کمربند ترلاسه کولو توان ترلاسه کړ، او د اولمپیک په لوبو کې د شمولیت وړ شوه. له دی هر سه تر لاسه کولو لپاره هغه مجبوره شوه چې له خپل ښار کویټې څخه ووځي او کراچۍ ته لاړه شي. هغه وایی: “دا زما لومړی ځل دی چی د المپیک غړیتوب ترلاسه کوم”. هغي همداراز وویل، موږ خپل ځان د اولمپیک لپاره چمتو کولو، پداسې حال کې چې المپیک د کرونا له امله وځنډید. د دې ترڅنګ د ویزې ترلاسه کولو ستونزی هم شتون درلود، له دی امله موږ له خورا سختۍ سره مخ وو۔

کلثوم د کاراټې لوبه کې خورا تکړه ده او همدا لامل دی چې هغه په نړیواله کچه خپله وړتیا ښودلې ده. د هغې روزونکې، عبدالحمید وايي چې هر والدین باید د    خپلو لوڼو ملاتړ وکړي په هر هغه څه کی چې دوی یې د ژوند په هر ډګر کې ثابتوي. هغه زیاته کړه زموږ په ټولنه کې اکثره خلک د انجونو ملاتړ نه خوښوي۔

زه فکر کوم لومړیتوب باید انجونو ته ورکړل شي ترڅو په عملي ژوند کې دوی خپلی وړتیاوې وښایی. که چیرې انجونې لوستې وي دا به ټولې ټولنې ته ګټه ورسوي۔

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here