د ښوونې او روزنې وزارت د شنبې په ورځ وویل چې د هیواد ښوونځیو لپاره لږترلږه ۵۰،۰۰۰ نوي ښوونکو ته اړتیا ده ځکه چې د ښوونکو اوسنی شمیر کافي ندي.
د افغانستان ښوونځي په ټول هیواد کې د ۹،۷ ملیون زده کونکو لپاره لږترلږه ۲۲۰،۰۰۰ ښوونکي لري.
د پوهنې وزارت ویاندی نجیبه آرین وویل، “زموږ له لومړیتوبونو څخه یو دا چې په قراردادونو ښوونکی استخدام کړو- په هغو سیمو کې چې موږ د ښوونکو کمبود سره مخ یو.”
د ښوونځیو ودانیو، درسي کتابونو او نورو تحصیلي تاسیساتو کمی سره سره، د ښوونکو نشتون هم په هیواد کې د پوهنې سکتور په وړاندې یو له سترو ننګونو څخه شمیرل کیږي.
په کابل کې د ښوونځي ښوونکې روبینا وویل چې د ښوونکو کمبود په افغانستان کې د ښوونې او روزنې په لاره کې یو له سترو ننګونو څخه دی.
روبینا وویل چې هغه پدې برخه کې د کلونو کلونو تجربو سربیره په رسمي ډول د ښوونکي په توګه نده ګمارل شوې.
“زموږ او دایمي ښوونکو ترمینځ څه توپیر دی. موږ ټول درس ورکوو، خو موږ ته ورته معاش نه راکول کیږي. ”
هغى وويل: “موږ د ټولګي د نشتوالي سره مخ يو. موږ دوه یا درې ټولګی د یو چت لاندې یوځای کوو. ”
۱۱ کلنه رقیه چې د کابل په یو ښوونځي کې زده کړې کوي، وویل چې ډیری ورځو د ښوونکو نشتون له امله ښوونځی پریږدی.
رقیه وايي: “موږ د پوهنې له وزارت څخه غواړو چې موږ ته ښوونکي راکړي.”
زهرا یوه زده کونکې وویل: “موږ منظم استادانو ته اړتیا لرو چې هره ورځ حاضر شی او موږ ته درس راکړي.