له رسنیو څخه منظور هغه آله، تګلاره او وسیله ده چې د اړیکې لپاره کارول کېږي. کولای شو رسنۍ د هغو ټکنالوژیو په توګه چې د نړۍ په بیلا بیلو برخو کې ( سیمه، هېواد او نړۍ) مخاطبانو ته پیغامونه رسوي، تعریف کړو. د بېلابېلو ټولنو ترمنځ د اړیکو هغه لارې چارې چې په کې د وګړو فکرونه او باورونه د شبکو له لارې تولید او تبادله کېږي، هم د رسنیو حکم لري. د رسنۍ (میډیا) اصطلاح د لومړي ځل لپاره د کانادايي نظر ورکوونکي (مارشال مک لوهان) له خوا د اړیکو په برخه کې وکارول شوه؛ خو په فارسي ژبه کې رسنۍ، نسبتا نوې کلمه ګڼل کېږي. دغه کلمه چې ځينې وختونه په مفرده معنی او ځینې وختونه په جمع معنی کارول کېږي، د رسنۍ (میډیوم) او رسنیو (میډیا) ته معادله ده۔
له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ میلادي کال پورې، افغانستان یو له بې انځوره هېواد وه او پېښې په کره توګه پکې نه منعکس کېدی. کله چې طالبانو په ۱۹۹۶ کال په کابل کې سیاسي واک تر لاسه کړ، کابو پرټولو رسنیو يې د اسلام ضد ټاپه ولګوله، فعالیتونه يې بند کړل او د خبر رسونې لړۍ د دولت او حکومتي بنسټونو په انحصار کې راغله. په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د امارت له ړنګیدو څخه وروسته د افغانستان رسنیز سیستم بیا نوي پړاو ته ننوت. په ۲۰۱۸ کال د افغانستان د دولت د رسمي شمېرو پربنسټ، په دغه کال کې د افغانستان د رسنیو شمېر ۲ زره او ۴۵۵ رسنیو ته ورسېده چې تلویزیوني شبکې، رادیويي مرکزونه، او چاپي خپرونې پکې شاملې دي او همداراز انټرنټ ته لاسرسی او ور څخه ګټه اخیستنه په چټکۍ سره مخ پر زیاتېدو دی چې اوس مهال افغانستان کې ۱۰ میلیونه وګړي انټرنټ او مجازي نړۍ ته لاسرسی لري۔
په اوسنيو شرایطو کې هېوادونه، رسنۍ د ذهنیت جوړونې او خپلو ګټو لپاره د یو بل او یا هم د خلکو پر وړاندې کاروي؛ د بیلګې په ډول: په پاکستان او هندوستان او په پاکستان او افغانستان کې له رسنیو څخه د یو بل پر وړاندې کارول کېږي. د دغو هېوادونو ټولې شبکې د یو بل پر خلاف پر مخ ځي او له همدې کبله د هېوادونو ترمنځ شخړه ورځ په ورځ زیاتېږي۔
د خبریال او لیکونکي فیض محمد فیصل په وینا، «پرته له شکه، رسنۍ نه یوازې دا چې د پاکستان او افغانستان د اړیکو پر تامین د پام وړ رول لري؛ حتی د هېوادونو د سیاسي او ډيپلوماتیکو تګلارو په ټاکلو کې هم کولای شي رغنده رول ولوبوي. سیاسي بي نظميو او بېلا بېلوعواملو د افغاستان او پاکستان پر سیاسي اړیکو ژورې اغیزې ايښودلي دي؛ خو په خواشینۍ سره تر دې مهاله د دواړو هېوادونو رسنۍ له رغندې روحیې سره کار نه کوي او دا په دې دلیل دی چې رسنۍ په بشپړه معنی خپلواکه نه دي او معمولا د سردبیرانو او په پای کې د دولتونو تر فکري حوزې لاندې فعالیت کوي۔
هغه زیاتوي چې اوسمهال رسنۍ هر هېواد کې په خپلواکو او ځواکمنو شبکو ته بدل شوې دي او په افغانستان کې هم د پام وړ ځای لري. که دغه رسنۍ د هېوادونو په کچه د یو لړ لویو موخو په محور کې سمبالې شي، زه ډاډمن یم چې کولای شي د ستونزو د حل په لاره کې ګټور تمام شي۔
رسنۍ کولای شي د هېوادونو، په ځانګړي ډول د افغانستان او پاکستان د اړیکو ترمنځ اغېزمنې واقع شي. د خبریالانو د خوندیتوب د کميټې د جندر مسوولې وحیده فیضي په وینا په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو کې د ایکول اکسس د دفتر په واسطه د افغان او پاکستان د خبریالانو تر منځ د اړیکې د ښه والي په اړه رسمي برنامه جوړه شوه. دغه برنامه مونږ ته ګټوره نه وه؛ ځکه مونږ و نشوای کړای یوه مناسبه شبکه رامنځته کړو او له هغې وروسته هیڅ ګام پورته نشو. له بلې خوا هم رسنیزې ننګونې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سیاسي او سرحدي مخالفتونو لپاره زیاتې شوې دي. که چېرې د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي اړیکې حل شي، نو د رسنیو رول د اړیکو په رامنځته کولو کې لا ښه او لازیات پیاوړی کېږي. د بې پولو خبریالانو د سازمان سربېره، په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان او پاکستان د خبریالانو ګډه شبکه د دواړو هېوادونو د خبریالانو په حضور جوړ شو. ټاکل شوې وه چې د دواړو هېوادونو خبریالان هره شپږ میاشت ناسته ولري او د دواړو هېوادونو له رسنیو څخه لیدنه وکړي؛ خو دغه چاره عملي نه شوه۔
د نی یا د افغانستان د آزاد رسنیو د ملاتړ کوونکي بنسټ رئیس مجیب خلوتګر، د دې لوی کار د نه عملي کیدو لامل زما د پوښتنې په ځواب کې داسې بیان کړی دی:« د پاکستان پر وړاندې د ملي یووالی د او له هغه وروسته د حکومتونو سیاستونه او د کرونا وېروس د خپرېدل د دې لامل شو چې د دغو بنسټونو په ځانګړي ډول د افغانستان او پاکستان د خبریالانو د ګډې شبکې په کار کې انقطاع رامنځته شي او ترټولو زیات اغېز يې کووید۱۹ او د افغانستان او پاکستان اړیکې دي.» د ښاغلي خلوتګر په وینا ټاکل شوې ده د افغانستان او پاکستان د خبریالانو ترمنځ په اسلام آباد کې یوه ناسته ترسره شي؛ خو تر اوسه په دې برخه کې ګام نه دی پورته شوی. بله ناسته د افغانستان د خبریالانو او د ۸ پاکستاني خبریالانو ترمنځ د خیبر پښتونخوا، پېښور، سند، پنجاب، او کشمیر ایالتونو له قبایلي سیمو څخه د دغه هېواد د خبریالانو په استازیتوب کې په ۲۰۱۶ کال کې د افغانستان د نوو ځوانانو د موسسې له لوري په کابل کې جوړه شوه. په دغې ناستې کې د دواړو هېوادونو خبریالانو د سولې او پایښت پرتامین، او د افغانستان او پاکستان د سیاسي اړیکو پر پیاوړتیا او ښه والي ټینګار وکړ. له همدې امله تر څو چې د دواړو هېوادونو سیاسي اړیکې ښې نه شي، په افغانستان کې جګړه ختمه نه شي، د پاکستان په اړه د افغانستان د خلکو د لیدلورو په اړوند باورجوړونه ونه شي، د هر ډول ګډ رسنیز پلاټ فارم جوړونه به د دواړو هېوادونو د اړیکو ترمنځ هېڅ اغېزه ونه لري؛ ځکه رسنۍ د خلکو لپاره فعالیت کوي۔
زمونږ وړاندیز دا دی چې د یو لړ پېژندل شویو موخو پربنسټ او په مشخصه توګه د دواړو هېوادونو د خبریالانو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په موخه، هغه شبکه چې «د پاکستان او افغانستان د خبریالانو د شبکې» تر نامه لاندې جوړه شوې ده، پیاوړې شي. دغه شبکه باید یو انټرنټي وېب پاڼه، تلویزیون، راډیو یا چاپي خپرونه ولري او د هغې غړي هغو ګټو او ارزښتونو ته چې له مخکې پېژندل شوي دي، ژمن وي. دغه شبکه باید رسنیو ته هغه لارې چارې وړاندیز کړي چې عملي کېدل يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه والي په لاره اغېزمنې واقع شي۔