Unfair Education System In Afghanistan تعلیمي

تعلیم یوازینۍ هغه وسیله ده چې، د ټولنې تیارې په رڼا بدلوي او خلک له بدبختیو ژغوري. افغانستان چې کالونه یې خلک په جګړو کې ژوند کړی او لا هم پکې د جګړې اور ګرمه ده، تر بل هر څه ډېر تعلیم او زده کړې ته اړتیا لري۔

خو بدختانه په افغانستان کې تعلیمي سیستم غیر عادلانه او نا انډوله دی. هره سیمه کې د تعلیم کچه او سیستم توپیر لري. ځینو سیمو کې د ښوونځیو زده کوونکي تر شنه آسمان لاندې زده کړې کوي او ښوونځي یې حتی صنفونه او احاطه نه لري. د ځینو سیمو ښوونځیو کې د ۹ ټولکي فارغان معلمان دي او د ځینو ښوونځیو زده کوونکي خوشبخته دي چې حد اقل له ۱۲ ټولګیو فارغ استادان لري. خو بر عکس د ښاري سیمو ښوونځیو کې بیا موږ آن ماسټر استادان هم لرو۔

سربیره پر دې د ښاري ښوونځيو زده کوونکو لپاره ټول امکانات برابر دي، عصري زده کړو ته لاسرسی لري، د انګلیسي او کمپیوټر زده کړو لپاره مسلکي استادان او ځانګړي مراکز، ښوونځيو کې دننه د ساینسي زده کړو لپاره وسایل او امکانات، بریښنا، انټرنیټ، قرطاسیه، معیاري کتابتونونه او ښوونځي ته د تګ پر مهال ټرانسپورټ لري۔

کله چې وخت راشي تر څو له ښوونځیو فارغ زده کوونکي باید لوړې زده کړې وکړي، نو دواړو سیمو کې له ښوونځيو فارغ زده کوونکي مکلف دي تر څو د کانکور ازموینې له لارې لوړو زده کړو ته لار پیدا کړي۔

د جګړه ځپلو سیمو او د ښاري سیمو ښوونځیو څخه فارغ زده کوونکي باید د یو ډول ازموینې له لارې لوړو زده کړو ته لار پیدا کړي، آیا دا غیر عادلانه سیستم نه دی؟

همدا دي چې، زموږ ټولنه غیر عادلانه انکشاف کوي، دا غیر متوازن انکشاف راتلونکي کې زموږ ټولنه بې ثباتۍ خواته کش کوي او نه پریږدي چې موږ منظم انکشاف وکړو۔

دا راز دا ستونزه زموږ په هیواد کې د بیکارۍ او جګړې د دوام باعث ګرځي. د لیرې پرتو سیمو زده کوونکي چې معیاري زده کړو ته لاسرسی نه لري او نشي کولی چې په کانکور کې لوړو زده کړو ته لار پیدا کړي، بیکار پاتې کیږي او د بیکارۍ او فقر له امله جګړې ته مخه کوي۔

د شمېرو له مخې یوازې تیر کال 210000 تنه له ښوونځیو فارغ زده کوونکي د کانکور ازموینه کې ګډون کړي و چې، له دې جملې یوازې  146922 تنه بریالي شوي. له بریالي شویو زده کوونکو له جملې 75 زره تنه یې لوړو زده کړو ته لار پیدا کړی او پاتې نور یې دیني مدارسو او نیمه لوړو زده کړو مؤسسې ته معرفي شوي. (د امریکا غږ راپور)

د پورته شمېرو له مخې یوازې په 2020 کال کې 63078 تنه ناکام شوي او دولتي لوړو زده کړو څخه بې برخې پاتې شوي دي. د کانکور ازموینې ناکام محصلین چې اقتصادي وضعیت یې ښه وي نو په کور دننه خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو او پوهنتونونو کې لوړې زده کړې کوي او یا هم د سکالرشیپونو له لارې افغانستان څخه بهر زده کړې کوي۔

په افغانستان کې د دولتي پوهنتونونو ترڅنګ په زیات شمیر خصوصي پوهنتونونه هم فعالیت کوي، د شمېرو له مخې اوس مهال 130 خصوصي پوهنتونونه او 38 دولتي تحصیلي بنسټونه شتون لري چې په دغو دواړو ډولو پوهنتونو کې شاوخوا 450 زره محصلین، چې ۲۷ فیصده یې انجونې دي په زده کړو بوخت دي. (د پژواک خبري آژانس راپور)

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د وینا له مخې اوس مهال ۳۸۷۵ زده کوونکي په بهرنیو هیوادونو کې د لیسانس او ۲۰۵۶ تنه د ماسټرۍ او ۳۵۸ تنه نور د ډاکټرۍ ترلاسه کولو لپاره په زده کړو بوخت دي. (امریکا غږ آشنا تلویزیون راپور)

اوس هغه ځوانان څه وکړي چې، نه کانکور له لارې لوړو زده کړو ته بریالي کیږي، نه خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو کې د زده کړو توان لري او نه هم بهرنیو پوهنتونونو کې د زده کړو لپاره سکالرشیپ ترلاسه کولی شي؟

حتمي ده چې، یاد زده کوونکي کې به بیکاره پاتې کیږي او نه هم لوړو زده کړو ته لار پیدا کوي، دا چاره په راتلونکي کې د افغانستان متوازن انکشاف مخه نیسي۔

د افغانستان احصایې ملي ادارې د شمېرو له مخې، اوس مهال د افغانستان دولت په چوکاټ کې 304,189 تنه په کار بوخت دي، له دې ډلې ۷۰ سلنه کارکوونکي چې (226683) تنه کیږي، تر لیسانس کمې زده کړې کړي. دا راز 88487 تنه یې د لیسانس، 9042 تنه یې تر ماسټرۍ او یوازې 408 تنو یې د دوکتورا تر کچې زده کړې کړي. (د افغانستان احصایې ملي ادارې راپور)

افغانستان به هغه مهال د پرمختګ څکه وکړي چې، د زده کړو بهیر پکې عادلانه او د لیرې پرتو سیمو اوسیدونکي هم عصري زده کړو ته لاسرسی ولري۔

:وړاندیزونه

افغان دولت باید لیرې پرتو سیمو زده کوونکو ته د معیاري زده کړو زمینه برابره کړي. دا راز ښوونځي په درجو وویشل شي او په کانکور کې دې د لیرې پرتو سیمو زده کوونکو لپاره ځانګړی سهم جلا شي.

د پوهنې وزارت له لوري د هیواد ټولو سیمو ته په یو ډول د درسي موادو رسول، دا راز د واحد درسي نصاب جوړول او د ښوونځیو معلمانو ته د مسلکي زده کړو زمینه برابرول.

مدني ټولنې، تحصیلي بنسټونه، نړیوال خیریه بنسټونه او ملي شتمن دې لیرې پرتو سیمو کې د ځوانانو لپاره د عصري زده کړو زمینې برابرې کړي.

د سیمې هیوادونه دې افغان ځوانانو لپاره تحصیلي فرصتونه برابر کړي، د سکالرشیپونو په شمېر کې دې زیاتوالی راولي. د افغانستان متوازن او دوامداره انکشاف د سیمې دوامداره انکشاف په معنا ده.

د هیوادونو دوامداره پراختیا د ملګرو ملتونو لپاره ډېره مهمه ده او له تیرو څو کلونو راهیسې میلیاردونه ډالره یې په دې برخه کې پانګونه کړی. د ملګرو ملتونو پراختیايي برنامې ته په کار ده چې، د دوامداره پراختيايي موخو ترلاسه کولو لپاره په افغانسان کې پر تحصیلي بنسټونو او په ځانګړي ډول بهرنیو هیوادونو کې د افغان ځوانانو لپاره تحصیلي فرصتونو برابرولو ته ځانګړی پام وکړي.

د افغانستان خصوصي تحصیلي بنسټونه باید بیوزلو ځوانانو ته د وړیا او نیمه وړیا زده کړو زمینه برابره کړي.

:ماخذونه

افغانستان کې د ۱۳۹۹ کال کانکور ازموینو اخیستلو نېټه معلومه شوه (امریکا غږ آشنا تلویزیون) چنګاښ ۲۵, ۱۳۹۹

افغانستان کې انلاین لوړې زده کړې پیلیږي (امریکا غږ آشنا تلویزیون) سلواغه ۲۲, ۱۳۹۷

برېښنائي زده کړې: په افغانستان کې د ښوونېزې ټېکنالوژۍ کاروَنې پر وړاندې پراته خنډونه (پژواک خبري آژانس – پښتو) /2020/05/09

د زده کړو کچې او جنس په توپیر د دولت د ملکي خدمتونو د کارکوونکو شمېر (د افغانستان احصایې ملي اداره) November 25, 2020

Previous articleUnfair Education System In Afghanistan
Next articleیوناما به د افغانستان د سولې پروسې ملاتړ کوی
Mr. Jalal Yaqobi is a freelance journalist and writer in Afghanistan. Yaqobi has experience working with a number of national and international media outlets and has published reports and interviews with them. He studied political science and wrote articles & commentaries on the political situation in Afghanistan so far. many of his articles have been published in national and international media. He has published two books and two more are under publication. Yaqobi also received the (Young Figure of the Year Award) in 2019 from Free and Fair Election Forum of Afghanistan (FEFA). He is currently working as head of a news website called Kabul Voice and communication specialist at Rokhan University – Afghanistan.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here