Afghanistan-Independent-Human-Rights-Commission

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د پنجشنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې وویل چې د پوهنې وزارت د هیواد له ټولو قوانینو، د ماشومانو حقونو او د هیواد له اساسي قانون څخه سرغړونه کوی چې په هیواد کې د ښوونځیو ټولې انجونې د سندرو ویلو او په عام مجلس کی د ادا کولو څخه منع کوي.
بیان کې راغلی: “ټول هلکان او انجونې کولی شي خپل حقونه د قانون په چوکاټ کې په مساوي او آزادانه توګه وکاروي.” په بیان کې زیاته کړی شوی چې “د ماشومانو حقونو او آزادیو باندې هر ډول محدودیت د بشري حقونو د عمومي اصولو، د ماشومانو حقونو کنونسیون او د افغانستان ملي قانون، په ځانګړي توګه اساسي قانون او د ماشومانو د حقونو د ملاتړ قانون خلاف کار دی. ”
د یاد کمیسیون په وینا “د تعلیم حق، د بیان ازادي او هنري مهارتونو ته لاسرسی د ټولو ماشومانو اساسي حقونه دي.”
کمیسيون وویل چې د پوهنې وزارت باید د ماشومانو حقونه خوندي کړي نه د جنډر تبعیض.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسون وویل چې تمه کیږي د پوهنې وزارت “د ازادیو، برابرۍ او د ماشومانو د لوړو ګټو د ملاتړ لپاره د اصولو پر بنسټ پریکړې وکړي او د جنډر تبعیض ته وده ورنکړي.”

پوهنې وزارت اعلان

دا په داسې حال کې ده چې د پوهنې وزارت د چهارشنبه په ورځ اعلان وکړ چې د ۱۲ کلنۍ څخه پورته عمر لرونکي د ښوونځي په ټولو انجونو باندې د سندرو ویلو یا د خلکو په مینځ کی په ادا کولو باندی بندیز دی.
د کابل د ښوونې او روزنې ریاست په یوه لیک کې راغلي چې نارینه ښوونکي هم اجازه نه لري چې د ۱۲ کلنۍ څخه پورته عمر لرونکو انجونو ته درس ورکړي، او که چیرته دوی د دې قواعدو پابندي ونکړی نو دوی به قانوني چلند سره مخ شي.
په لیک کې راغلي چې دا بندیز به په ټولو دولتي او خصوصي ښوونځیو پلي شي.
دغه پریکړه د چهارشنبه په ورځ د ټولنیزو رسنیو کارونکو او نورو نقد کونکو په منځ کې غوسه راوپاروله او میرمنو په ځانګړي ډول دا پریکړه وغندله او ویې ویل چې حساسی پریکړې باید په ځانګړي ډول د جنډر په اړه نه باید د تعلیمي ادارو لخوا ونیول شي.
خو د پوهنې وزارت وایي چې دا پریکړه د ملي شورا د حکم او د یو شمیر کورنیو په وړاندیز شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here