ولسمشر محمد اشرف غني د خپل ترکمن سیال، قربان قلی بردی محمدوف سره د پنجشنبې په ورځ د هیواد په شمال کې د ریل پټلۍ، د بریښنا مزي او نوری فایبر شبکې په ګډون درې پروژې پرانیستلې.

یوه پروژه چې رسما په لاره واچول شوه د آقینه-اندخوی ۳۰ کیلو متره اورګاډي پټلی ده چې افغانستان به له ترکمنستان سره وصل کړي.

افغان ولسمشری ماڼی دغه پروژو باره کې سه وایی:

ولسمشرۍ ماڼۍ د ولسمشر اشرف غنی له خولی ویلي: “د آقینه-اندخوی د پټلۍ پرانیستل او د دواړو هیوادونو تر منځ نورې زیربنایی پروژې ددغو اړیکو لا ژور کولو او زموږ د سیمه ایز ارتباطي لید یوه مهمه برخه د حقیقت په ژباړلو کې مهم ګامونه دي”.

د ارګ په وینا، سیمه ایزی ارتباطي لویې پروژې لکه د ریل پټلۍ، ټاپي د ګازو پایپ لاین، ټاپي بریښنا لیږد مزي او د نوری فایبر شبکه به سویلي آسیا له اروپا او نورې نړۍ سره د ځمکې په وسیله وصل کړي.

ارګ وویل چې د بریښنا پروژه د ۵۰۰ کیلو واټه بریښنا مزي دی چې د آقینه څخه به د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ته غزیږې او د ۲۲۰ کیلو واټه بریښنا مزي به د شبرغان ښار د بلخ ولایت مرکز مزار شریف سره وصل کوي.

د دې تر څنګ، د پنجشنبې په ورځ د نوری فایبر نوی شبکه هم پرانستل شوه.

د ترکمنستان ولسمشر وایی:

د ترکمنستان ولسمشر قربان قلی بردی محمدوف چې غونډې ته یې وینا وکړه د پروژې لپاره یی د دواړو هیوادونوں حکومتونو د کار ستاینه وکړه.

دا وروستي پرمختګ په داسی حال کي کیږې چی سو ورځی وړاندی د ګاونډي هیواد ایران سره د خاف-هرات د ریل پټلۍ افتتاح وشوه.

هيله ده چې دا نوې پروژه به د دواړو هيوادونو سوداگری ته د پام وړ وده ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here