د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دوشنبې په ورځ په کابل کې د ملي پخلاینې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله سره وکتل او د دوحه تړون د بیا کتنې په اړه یې خبرې وکړې.
بیان کی راغلی: “دوی د سولې خبری، د متحده ایالاتو د نوې ادارې لخوا د دوحه د سولې هوکړه لیک له سره کتنې، د سولې پروسې ګړندۍ کول، په دوحه کې د افغانانو ترمنځ د خبرو دوهم پړاو، د تاوتریخوالي کمول او د سولې خبرو ته د پرمختګ او دوامدارې سولې د لاسته راوړلو په لارو بحث وکړ.”
خلیلزاد افغان سولی پروسی په اړه سیمې ته خپل سفر بیا پیل کړ.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې خلیلزاد او د هغه ټیم به د افغانستان د سولې پروسې په اړه کابل، دوحې او نورو سیمه ایزو پلازمینو ته سفر وکړي.
په بیان کې ویل شوي چې خلیلزاد به “د اسلامي جمهوریت او افغان مشرانو، طالب استازو او د سیمې هیوادونو سره د خبرو په بیا پیل خبرې وکړي ځکه چې د دوی ګټې د عادلانه او دوامدار سیاسي جوړجاړي او دایمي او هراړخیز اوربند لاسته راوړنې له مخې غوره کیږي.”
دا د خلیل زاد لومړی ځل دی چې کابل او نورو سیمه ییزو هیوادونو ته سفر کوی د کله نه چی جو بایډن د امریکا ولسمشر شوی.
یوه اونۍ وړاندې، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د عبدالله سره خبرې وکړې او ویې ویل چې امریکا په افغانستان کې د دوامداره سیاسي جوړجاړي او دایمي او هر اړخیز اوربند ملاتړ کوي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل چې بلینکن او عبدالله په افغانستان کې د متحده ایالاتو د ستراتیژۍ په بیاکتنې بحث وکړ.
“بلینکن د افغانستان د سولې له پروسې څخه د ملاتړ په برخه کې د عبد الله د هلوځلو مننه وکړه او هغه د امریکا هوډ څرګند کړ چې په افغانستان کې به د عادلانه او دوامدار سیاسي جوړجاړي او دایمي او هراړخیز اوربند ملاتړ وکړي.”
د عبدالله دفتر په بیان کی راغلی چې دوی په خپلو خبرو کې د افغانستان وضعیت او د سولې پروسې په اړه خبرې وکړی.
دغه راپور وايي، “بلینکن په افغانستان کې د دایمي او دوامداری سولې ته رسیدو لپاره د هڅو ګړندۍ کولو لپاره د متحده ایالاتو پر دوامداره ملاتړ ټینګار وکړ.”

بایډن او افغانستان

تر دې مخکې، بایډن د مونیخ امنیت کنفرانس ته په خطاب کې وویل چې متحده ایالات به په اروپا کې د خپلو متحدینو سره په ګډه کار وکړي او د هغه اداره په بشپړ ډول ژمن ده چې په افغانستان کې د پرمختګ په لاره کې د ناټو متحدینو سره کار وکړي.
بایډن وویل: “زما اداره په کلکه د هغی دیپلوماټیکی پروسې ملاتړ کوي چې روانه ده او دې جګړې ته (د افغانستان جګړه) چې ۲۰ کاله کیږې- پای ته ورسوي.”
جوبایډن وویل چې متحده ایالات ژمن دي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې له افغانستان څخه د امریکا او متحدینو پر وړاندې ګواښونه نه پیښیږي.
“موږ ژمن یو چې ډاډ ترلاسه کړو چې افغانستان بیا هیڅکله د متحده ایالاتو، زموږ د ملګرو او زموږ د ګټو پروړاندې د تروریستي حملو لپاره زمینه برابره نکړی.”
بایډن زیاته کړه چې امریکا به داعش ته اجازه ورنکړي چې له سره تنظیم شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here