Khalilzad trip to Turkey

د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ترکیه ته خپل څلور ورځنی سفر کوم چی د افغانستان سولې پروسې په اړه او په استانبول کی راتلونکې کانفرانس په اړه وه، پای ته ورسوه.
په ترکیه کې د متحده ایالاتو سفارت لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلی چی، د استانبول پلان شوې ناسته “د دې لپاره ده چې له افغان مذاکره کونکو سره مرسته وکړي چې په افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي او په سیاسي جوړجاړي او دایمي اوربند موافقه وکړي.”
په خبرپاڼه کې راغلي، کنفرانس به په دوحه کې د سولې روانی خبرو اترو کی مدد وکړی.
خلیل زاد چې د مارچ له ۲۶ څخه تر ۲۹ پورې په ترکیه کې وه، پدې موده کې یې د یو شمیر ترکي چارواکو سره ولیدل چې پکې د ولسمشرۍ مشاور ابراهیم کالین، او د بهرنیو چارو وزارت معین سیداټ اونل شامل دي.
د سفارت د بیان په وینا، امریکايي او ترکی چارواکو د کنفرانس د مهالویش او عمومي اهدافو او اجنډا په اړه مشوره کړې ترڅو دا ډاډ ترلاسه کړي چې ښه چمتو او تنظیم شي.
“دوی موافقه وکړه چې د افغانانو په مشرۍ کنفرانس، چې د نړیوالې ټولنې د لوړې کچې ګډون لخوا ملاتړ کیږي، دا به د سولې پروسه ګړندۍ کړی.
“دوی په دې هم موافقه وکړه چې افغان ګوندونو څخه هیله وکړی تر سو په دې کنفرانس کې د رغنده ګډون لپاره چمتووالی ونیسي.”
دا خبره وروسته له هغې کیږي چې د ملي پخلاینې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله تیره اونۍ وویل چې هغه هیله لري “د استانبول په ناسته کې د سولې د حل په برخه کې د پام وړ پرمختګ وشي”.
په ځانګړې مرکه کې د انادولو خبرپاڼی سره خبرو کې، عبدالله وویل چې د پریکړې کونکو استازو شتون چې په ناسته کې د ګډون تمه لري، باید د دوی حضور داسی وکارول شي چې په افغانستان کې د مسلو هواري ګړندۍ کولو لپاره فشار راوړي.
“په دوحه کې په تیرو څو میاشتو کې د دواړو خواو تر منځ ډیر بحثونه شوي دي. د دوحې پروسه به دوام ومومي او بیا به موږ د استانبول ناسته ولرو. د استانبول غونډه به په لوړه کچه جوړه شي.”
عبدالله وویل: “دی ناسته کی به د افغانستان او طالبانو لوړپوړي مشران شتون ولری او دا هغه څه دي چې اټکل کیږي.”
هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې د استانبول کنفرانس باید د ویناوو لپاره ونه کارول شي؛ پرځای یې، باید د پام وړ پرمختګ لپاره کار کولو باندی تمرکز وشی.
” نهایی تړون، البته وخت نیسي، مګر موږ باید لږ تر لږه په یو څو اصولو موافقه وکړو. او د اوربند په هکله تړون به خورا ډیر مهم وي، عبدالله”
انادولو خبرپاڼی خبر ورکړ چې عبدالله وویل اوس هغه وخت رارسیدلی چې د متحده ایالاتو او طالبانو تر مینځ د شوی تړون کوم چې د مئ لومړۍ نیټه د بهرني سرتیرو وتلو لپاره ټاکي مخکی لاړ شو، او ویلي یې دي چې اوس هغه وخت دی چې د افغان حکومت او طالبانو ترمینځ یوه موافقه جوړه شي.
تر دې دمه د استانبول ناستې لپاره کومه نیټه نه ده تاییده شوې خو په پراخه کچه تمه کیږي چې دا به د راتلونکې میاشتې په پیل کې ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here